شپېته کاله وړاندې د ۱۹۶۴ کال د فبرورۍ پر ۲۵مه یو ځوان محمد علي چې هغه وخت د ‘کاسیوس’ کلې په نوم مشهور و، سوني لسټون ته ماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره د سوکوهنې نړیوال اتل شو.
دوه ویشت کلن کلې، چې د ګټلو تمه لږ کېدله، وتوانېد چې د اووم پړاو په پیل کې لسټون ورته تسلیم شي او له هغه د سوکوهنې نړیوال لقب واخلي.