روغتیا

ولې لامبو وهل “غوره” سپورټ دی؟

لامبو وهل

په دې کې شک نشته چې لامبو وهل یو ښه سپورټ دی، خو ایا لامبو د نورو سپورټونو پرتله زموږ د بدن او دماغ فعالیتونو لپاره څومره ښه او ګټور ده؟

لامبو وهل هغه سپورټ دی چې زموږ د بدن ټولو برخو لپاره ګټور دی او تر نورو سپورتي فعالیتونو غوره دی، دا د وینې رګونو فعالیت او زموږ حافظه ښه کوي او د اوږده سالم ژوند لامل کېږي.

خو لامبو د کومو دلیلونو له امله تر نورو دومره ګټور ورزش دی؟

لامبو وهل د وینې رګونه ډېر نرموي

د بي بي سي د علمي پروګرامونو مشهور وړاندې کوونکی ډاکټر مایکل موسلي وايي: “کله چې تاسو سخته لامبو وهئ، تاسو په خپل بدن کې د عضلاتو څو ګروپونه کاروئ، او تر ټولو مهم دا چې تاسو د اوبو د وزن او ځواک پر وړاندې کار کوئ.”

د لامبو وهلو یو له روغتیایي ګټو، زموږ د بدن د وینې پر رګونو اغېزه ده. د وینې رګونه زموږ په بدن کې خورا مهم دي. د زړه ډېری ناروغۍ د وینې رګونو د بندېدو له امله رامنځته کېږي، نه د زړه ناروغۍ له امله. د وینې رګونه نه یوازې د بدن مختلفو برخو ته وینه لېږدوي، بلکې د نرمښت او پراخېدو سره، کولای شي د زړه د ټکان له امله رامنځته شوی حرکت متوازن کړي. دا فعالیت زموږ په روغتیا کې مهم رول لوبوي. د وخت په تېرېدو سره، د وینې رګونه سختېږي، چې په پایله کې دماغ او پښتورګو ته زیان رسوي.

په یوه تجربه کې چې د ټیکساس د اسټین پوهنتون پروفیسور هیرو تاناکا لخوا ترسره شوې، هغه موندلې چې یوازې د لامبو درې میاشتني تمرین پروګرام د وینې رګونو بندیدو (ارټیریوسکلروسیس) په کمولو کې اغېز لري او پدې توګه د بدن د داخلي ارګانونو فشار کموي.

لامبو وهل د عمر اوږدېدو لامل کېږي

دا د حیرانتیا خبره نده چې د وینې پر رګونو د لامبو وهلو مثبت اغېز د اوږد عمر لامل کېږي. د امریکا د سویلي کارولینا پوهنتون ساینس پوهانو په اوسط ډول ۱۳ کاله د ۲۰ او ۹۰ کلونو ترمنځ تر ۴۰ زره ډېر نارینه وڅارل او یې وموندله، هغه خلک چې لامبو وهي د مړینې کچه یې د هغو خلکو پرتله ټیټه ده چې ورزش نه کوي.

همدارنګه، هغه خلک چې لامبو وهي د هغو پرتله چې منډې وهي یا پلی تګ کوي د ناروغۍ له امله د مړینې احتمال یې ۵۰ سلنه کم دی. هر ډول تمرین چې په وچه ځمکه کې ترسره کېږي د وینې رګونو د سختوالي او بندېدو په کمولو کې لږ اغېز لري.

لامبو وهل د ځغاستې او قدم وهلو پرتله د مغزونو پر فعالیت ښه اغېز لري

پروفیسور تاناکا وايي: “بېلابېلو څېړنو ښوولې چې په اوبو کې غوټه وهل له دماغ څخه ټول بدن ته د وینې د لېږدولو لامل کېږي.” نورو څېړنو ښوولې چې په اوبو کې غوټې سره د انسان ادراکي وړتیاوې وده کوي ځکه د لامبو پر مهال معده او سینه له اوبو سره مخ وي. هغه وايي “د دې دلیل لپاره، په دماغ کې د وینې جریان د افقي حرکتونو لکه بایسکل چلولو او ځغاستې پرتله په عمودي حالت کې ښه وي.”

یوه څېړنه ښیي، یوازې اوه ورځې د لامبو وهلو روزنه په موږکانو کې حافظه ښه کوي، او د انسان لپاره هم تجربې ورته پایلې لري. د لامبو وهلو په اړه ترسره شویو څېړنو ښوولې، ان ۲۰ دقیقې لامبو وهل کولای شي د دماغ موثریت ډېر کړي او د ګړندي عکس العمل لامل شي.

د اوبو په ډنډ (حوض) کې حرکت ښه تمرین دی

د لامبو وهلو او نورو سپورتونو په اړه د موندنو پرتله کولو ازموینې ښیي، په اوبو کې د بایسکل چلول د وینې رګونو د سختوالي او بندېدو مخنیوي لپاره ترټولو اغېزمن تمرین دی. ښايي تاسو ته په اوبو کې بایسیکل چلول ملنډې ښکاره شي، خو پروفیسور تاناکا یوه تجربه وکړه چې په کې یوه سړي په لاس کې شته لکړې سره د لامبو په حوض کې تللی او راغلی، په دې معنی چې هر څه شوني دي.

په اوبو کې د تګ درې میاشتې تجربې ښوولې، چې د بدن عصبي حالت او د مغزو د درک وړتیا دواړه ورسره ښه شوي دي.

په ډنډ (حوض) کې ورځنی پلی ګرځېدل ډېر ګټور دي

په اوبو کې د تمرین ګټې ان د حوض په ټیټه برخه کې په ګړندي تګ سره ترلاسه کېدای شي، او تاسو په لکړه یا بله وسیله تګ ته اړتیا هم نه لرئ. پروفیسور تاناکا وايي: “د تمرین په بهیر کې اوبه مقاومت رامنځته کوي، تاسو د ځمکې پرتله په اوبو کې په قوت سره حرکت کوئ.”

په اونۍ کې درې ځله د نیم ساعت لپاره لامبو ووهئ

پروفیسور تاناکا وړاندیز کوي، په اونۍ کې درې له ۲۰ تر ۳۰ دقیقو پورې لامبو ووهئ. هغه وايي د غوره پایلو ترلاسه کولو لپاره پداسې حال کې چې تاسو په حوض کې یاست، “حرکت وکړئ او فعال اوسئ.”

لامبو وهل په مفصلونو فشار نه راوړي

که تاسو اوس هم د لامبو د ګټو لپاره د قناعت وړ دلایلو په لټه کې یاست، بله ګټه یې دا ده چې دا یو نرم تمرین دی، د بېلګې په توګه، هغه خلک چې د زنګون تکلیف لري او نشي کولای منډه ووهي یا اوږد مزل وکړي، خو په اوبو کې تمرین کول یې پر مفصلونو فشار نه راوړي.

مایکل په پای کې وايي: “په لنډه توګه، سیند ته ولاړ شئ او په اوبو کې حرکت وکړئ، دا ستاسو د وینې رګونو او زړه او دماغ لپاره ښه دی.”

یادښت: دا لیکنه له BBCPashto ټکی کام وېبپاڼې راخیستل شوې ده

مخکنۍ لیکنه
غوږونه څنګه کار کوي؟
بله لیکنه
د لمانځه ټکي په ټکي ژباړه

ځواب دلته پرېږدئ