د لندن د روغتیايي او طبي علومو پوهنځي له هرو لسو موبایلونو په نهو کې یې یو نه ډول نه باکتریا لېږدوونکي ثابت کړل، چې تر ټولو خطرناکه باکتریا پکې د (اې کولای) په نامه ده، چې څو کاله وړاندې یې جرمني کې له کبله مړه هم شول.
څېړونکو د باکتریا معلومولو لپاره د بریتانیا په ۱۲ ښارونو کې د یو شمېر کسانو د لاسونو او موبایلونو ۳۹۰ معاینې وکړې.
که څه هم ۹۵ سلنه ګډونوالو ګومان وکا چې تر خپله وسه لاسونه په صابون مینځي، خو نژدې ۱۶ معاینه شويو لاسونو او موبایلونو “اې کولای” باکتریا لرله چې په غایطه موادو (ډکو متیازو) کې لېږدي او په سختو کولمو کې د دردونو لامل ګرځي.
د “ډیلي ټیلیګراف” نغوته ده چې نژدې ۳۱ سلنه لاسونو او ۲۵ موبایلونو یو ډول Staphylococcus aureus باکتریا لرله چې تر ډېره د انسانانو په پوست کې موجوده ده، خو که نورو کسانو ته ولېږدي خطرناکه کېدای شي؛ ځکه چې دا کسان د معافیت له کمزوري سیستم کړېږي.
په ټولیز ډول، ۹۲ سلنه ګرځنده ټیلیفونونو او ۸۲ سلنه ازمویل شويو لاسونو د باکتریا ځینې نښې لرلې.
څېړونکو وویل، پایلې په ډاګه کوي چې ډېری خلک خپل لاسونه ښه نه منځي، په تېره کله له تشناب نه د وتلو په وخت کې.
د یادولو ده چې کله باکتریا ګرځنده ټیلیفون ته لېږدول کېږي، نو دوی ښه ژوند کولی شي، ځکه چې دا سطحې پاکول ګران کار دی او ډېری وختونه کله چې وسیله (موبایل) ګرمېږي، د تودوخې له امله یې لا فعالېږي او ځینې وخت کله چې یو څوک د موبایل د غوږۍ په مټ غږېږي، له پروټینو سره ترشح مومي.
له همدې امله، باکتریا د ټیلیفون له سطحې نه لاسونو ته ان له مینځلو وروسته هم لېږدي، او بیا غوږونو او مخ ته چې هلته هر ډول پرانیستي ټپونه ملوثوي او ان هغه کسان هم ملوثوي چې غوږۍ خپلمنځ کې سره یو بل ته ورکوي.
ډاکتر ران کټلر چې د څېړنډلې مشر و، وویل ځینې وسایل له مېکروبونو ډک وي.