روغتیا

د سږوپاکوونکي خواړه

د فاطمه یاسر د لیکنې ژباړه

سږي د انسان د بدن مهم غړي ګڼل کېږي، چې له پوزې بدن ته د هوا د تصفیې دنده مخته وړي، همدارنګه بدن ته اکسیجن ورکوي او له ډایوکسایډ یې خلاصوي، دا چې کورونا وېروس لومړی پر سږو برید کا، MedicalNewsToday د سږو پاکوونکو ځینو خوړو سپارښتنه کوي.

مڼه

مڼه هغه مېوه ده چې د انسان تنفسي سیستم نورمال ساتي، ځکه چې په لوړه کچه د زنګ ضد مرکب اکسیجن وجود ته ورکوي، هـ، الف او سي ویټامینونه لري؛ ځکه نو د سږو د روغ ساتلو او پاکوالي لپاره غوره مېوه ده.‌

وچه‌ مېوه

په رپوټ کې راغلي، هره ورځ ‌یوه اندازه وچه مېوه سږي له خرابوالي ساتلی شي، ځکه چې وچه مېوه اومېګا۳ او د التهاب ضد مواد لري چې د تنفسي سیستم د ستونزو مخنیوي لپاره اغېزناکه تمامېږي.

شین چای

رپوټ کاږي، هره ورځ یوه پیاله شین چای څښل ډېر ضروري دي (خدای شته ځینې افغانان پوره یوه چاینکه چای څښي)،‌شین چای د بدن لپاره ځینې مهم غذايي عناصر لري، چې وینه ورسره پاکېږي او سږي ساتي.

هوږه

هوږه هم د سږو د سالمې ساتنې لپاره ګټوره ګڼل شوې ده،‌ځکه چې هوږه هم د زنګ ضد مواد لري، ګلوتاسیون پکې دي، چې تر ډېره د سږو ساتنه کا او له مسمومېدو یې ژغوري.

د سږو پاکوالي لپاره د زنجبیل (ادرک)، کورکمن او پیازو جوس

د Step to health وېبپاڼې د معلوماتو له مخې،‌زنجبیل،‌پیاز او کورکمن د تنفسي سیستم لپاره ډېر ګټور خواړه دي، کابو په هر کور کې دا شیان موندل کېدای شي چې د سږو د پاکوالي لپاره اسانه او ارزانه نسخه ده.‌

زنجبیل بلغم له منځه وړي، هوايي کانالونه پرانیزي، ټوخی درملوي او د مضرو باکتریاو او التهاب ضد فعالیت کوي، هغه کسان چې سیګرټ څکوي، تر ډېره یې سږي سالم نه وي، پر سږو د سیګرټو د اثراتو له منځه وړلو او د سږي د پاکوالي لپاره زنجبیل غوره درمل دي.

پیاز هم د هوا مجرا پاکوي او له ګړنګو او مضرو مواد سړی خلاصوي.

کورکمن د “کرکمین” په نامه مواد لري،‌چې د سږو التهاب کموي او سږي له التهابي کېدا ژغوري او په پای کې د سالنډۍ مخه نیسي.

اندازه:‌

۳ پیالې اوبه (۷۵۰ میلي لیټره)

وړې وړې ټوټې شوی زنجبیل

یوه چاشوغه کورکمن

یو کوچنی شوی پیاز

طریقه:

اوبه پر نورمال اور ګرمې کړه، کورکمن، د زنجبیل (ادرک) او پیاز ټوټې ور واچوه،‌تر ښه اېشېدو یې پرېږده.‌بیا یې په پیاله کې واچوه او یوه کوچنۍ کاشوغه ګبین (عسل) ور واچوه.‌درې ورځې دا محلول په ورځ کې دوه ځله وڅښه.

مخکنۍ لیکنه
کورکمن
بله لیکنه
هغه ناروغي چې خلک ترې په تېښته وو چا، څه ډول ورکېدو ته نژدې کړه؟

ځواب دلته پرېږدئ