روغتیا

هغه ناروغي چې خلک ترې په تېښته وو چا، څه ډول ورکېدو ته نژدې کړه؟

GETTY IMAGES

ډاکتر فضل هادي وردګ/لندن

لېپروسي يا جزام يوه پخوانۍ ناروغي ده چې د سېل (ټي بي) يا نري رنځ په څېر يوه ميکروب يا جراثيم په وجه چې مايکوبېکټيريم لېپرا نومېږي رامنځته کېږي. ويل کېږي چې د دې مرض جراثيم له يوه انسانه بل ته د اوږد مهاله نژدې تماس په ترڅ کې د خولې او پوزې د زراتو له لارې لېږدي چې تر ډېره د انسان پوستکی او عصبي تارونه زيانمنوي. که پر وخت يې مخنيوی او درملنه ونه شي نو د دايمي نيمګړتيا يا معلوليت سبب کېږي.

له پېړيو راهيسې جزام مرض، او د انسان پر بدن پاتې شويو اغېزو ته يې له ټولنيز او رواني پلوه د يوه داغ يا سټېګما په سترګه کتل کېږي. د جزام په وړاندې د کرکې د کمېدو په خاطر له هغه وروسته چې په ۱۸۷۳ کال يوه ناروېژي ډاکتر جېرهارډ هانسن د دې ناروغۍ ميکروب وپېژانده دا مرض د هانسن ډېزېز يا هانسن ناروغۍ په نامه هم وبلل شو.

د تېرې پېړۍ په وروستۍ لسيزه کې د روغتيا نړيوالې ټولنې د عامې روغتيا د ستونزې په توګه تر دوه زرم کاله د جزام د ختمېدو کمپاين پیل کړ او ختمېدل يې داسې تعريف کړل چې ګواکي په هرو لسو زرو خلکو کې له يوه کس کم دې د دې ناروغۍ درملو ته اړتيا ولري. په نړيواله توګه دغه هدف په ۲۰۰۲ کال تر لاسه شو او په هغو ۱۲۲ هېوادونو کې چې په ۱۹۸۵ کال دا ناروغي عامه وه تر ۲۰۱۵ پورې همدغسې پاتې شو. په ۲۰۱۹ کال د دې ناروغۍ تمرکز په هند، برازيل او اندونيزيا کې و، داسې چې د ټولې نړۍ ۷۹ سلنه ناروغان يوازې په هند کې وو. په ۲۰۲۱ کال د روغتيا نړيوال سازمان د صفر لېپروسي په لور خپله د ۲۰۲۱ – ۲۰۳۰ سټراټيژي پيل کړه.

د لېپروسي له ناروغانو سره د مهاتما ګاندي همدردۍ ته د درناوي په پار له ۱۹۵۴ راهيسې هر کال د جنورۍ وروستۍ یکشنبه د لېپروسي د نړيوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي.

ښايي ډېرو کسانو د دې ناروغۍ په کنټرول او مخنيوي کې برخه اخيستې وي، لکه د اعليحضرت امان الله خان لور هنديه د افغانستان چې څو کاله په مشهد کې اوسېده نو د نورو خيريه کارونو تر څنګ يې د جزام د ناروغانو د تداوۍ هڅې وکړې خو په جنوبي او مرکزي آسيا کې د دې ناروغۍ په درملنه، مخنيوي، ورکېدو او اغېزمنو ناروغانو په بسياينه او بېرته پر خپلو پښو درېدو کې دغو دريو کسانو خورا مهم رول لوبولی دی.

مدر ټيرېسا:

مدر ټرېسا

مدر ټيرېسا چې د نوبل په شمول يې ګڼې نورې جايزې او د هند تر ټولو لوړ مډال بهارت رتنا هم ګټلی دی، په ۱۹۱۰ کال د مقدونيې په سکوپجې کې چې هغه مهال د عثماني امپراتورۍ يوه برخه وه وزېږېده. دې د ژوند ډېره برخه د هند په کولکته کې د جزام او نري رنځ د ناروغانو په درملنه، پالنه او بېرته پر خپلو پښو د درېدو او ټولنه کې د منلو په هڅو تېره کړه. د نوموړې دا خبره مشهوره ده چې، “د نن ستره ناروغي جزام يا نری رنځ نه، بلکې د دې ډول ناروغانو د محروميت احساس دی.”

دې د لېپروسي فنډ يا بنسټ جوړ کړ چې په خلکو کې د دې ناروغۍ په اړه عامه پوهاوی رامنځته کړي او د ۱۹۵۷ کال په سپټمبر کې يې ګڼ ګرځنده کلېنيکونه جوړ کړل چې اغېزمنو کسانو ته درمل او د زخمونو لپاره پټۍ يا بنداژونه برابر کړي.

څو کاله وروسته يې د شانتي نګر يا امن کور په نامه د دغسې خلکو لپاره د حکومت له خوا په ورکړل شوې ځمکه کې يوه کالوني جوړه کړه چې هلته ژوند او کار وکړي.

د دې د هڅو په نتيجه کې د جزام هغه ناروغان چې له ټولنې ګوښي او حتا کورنيو يې شړلي او پرېښي وو بېرته د ټولنې برخه وګرځېدل.

نوموړې د ۱۹۹۷ کال د سپټمبر پر پينځمه مړه او هملته په کولکته کې د خپل استوګنځي په لانديني پوړ کې خښه شوه.

ډاکټر روت فاو:

ډاکتر روت فاو

روت فاو يوه جرمنۍ ډاکټره وه چې په ۱۹۲۹ کال د جرمني په لايپزېګ کې وزېږېده، د طب پوهنتون له بشپړولو ورورسته په ۱۹۶۰ کال د هند په نيت روانه شوه خو په ويزه کې د څه ستونزې له وجې په کراچۍ کې کوزه شوه. دې چې هلته پر جزام د اخته خلکو بد حالت وليد نو هملته پاتې شوه او د خپل ژوند پينځه پنځوس کاله يې د لېپروسی پر ضد مبارزې او دې ډول ناروغانو درملنې ته وقف کړل. نوموړې د ميري اډېلېډ لېپروسي سنټر په مرسته د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د لېپروسي ۱۵۷ کلينيکونه جوړ کړل. د خپلو دغو هڅو په لړ کې ډاکټر فاو په ۱۹۸۹ کال افغانستان ته هم تللې وه. دې د جزام د کنټرول، درملنې او محوه کولو لپاره د خپلو هڅو او خدمتونو په لړ کې ګڼ اېوارډونه او بهادورۍ هم اخيستې وې.

ډاکټر فاو د ژوند تر پايه په کراچۍ کې پاتې شوه او د ۲۰۱۷ کال د اګست پر لسمه مړه او هملته خاورو ته وسپارل شوه.

ډاکټر ټيټسو ناکامورا:

ناکامورا

په تېرو شلو کالو کې په ننګرهار کې د ډاکټر ناکامورا په هڅو د اوبو لګولو پروژې، د څاګانو يا کوهيو کيندل او له کونړ سينده د مرواريد کانال په نامه د ګمبيري دښتې ته د اوبو رسولو له کاره ډېر خلک خبر دي خو د تېرې پېړۍ په وروستيو دوو لسيزو کې د نورو ناروغيو تر څنګ د جزام د ناروغانو په موندلو، درملنې او بېرته د ټولنې برخه جوړېدو او بسياينې په لړ کې د هغه هڅې چا ته دومره نه دي جوتې.

ډاکټر ناکامورا په ۱۹۴۶ کال د جاپان په فکوکا ښار کې وزېږېده، په ۱۹۷۳ کال د طب پوهنتون تر بشپړولو وروسته يې هلته د نيورالوجي په برخه کې نورې زده کړې او بېلابېلو روغتونونو کې کار وکړ. ده په ۱۹۸۴ کال د بريتانيا د لېورپول سکول آف ټراپيکل ميډيسن نه د انتاني ناروغيو او پاکۍ په برخه کې ډيپلومه هم وکړه.

ډاکټر ناکامورا چې لا يې هم په يوه جاپاني روغتون کې کار کاوه، اول وار سيمې ته په ۱۹۷۸ کال د غره ختونکيو ډلې د ډاکټر په توګه چې د پښتونخوا په شمالي سيمو کې د هندوکش د غرونو د لړۍ په ننداره پسې راوتلي وو ملګری شو.

د سيمې خلکو به چې د غره ختونکيو په ډله کې د يوه ډاکتر د شتون اوازه واورېده نو له ده به يې د طبي مرستو او مشورو غوښتنه کوله. دی هلته د خلکو بد حالت او د روغتيايي اسانتياوو نشتوالي ډېر اغېزمن کړ خو له دوی سره يې د مرستې وس او وسايل نه درلودل. څو کاله وروسته يې چې د پېښور په مشن روغتون کې د يوه ډاکټر د اړتيا په اړه واورېدل نو پرېکړه يې وکړه چې د هغو بېوزله خلکو خدمت ته راشي.

ناکامورا په ۱۹۸۴ کال له خپلې مېرمنې او ماشوم سره پېښور ته راغۍ او په ډېرو کمو وسايلو او امکاناتو يې د ډبګرۍ په مشن هسپتال کې د جزام د ناروغانو درملنه پيل کړه. هغه مهال په لکونو افغانان چې د کډوالو په توګه په کمپونو کې پراته وو مرستو ته ډېره اړتيا درلوده. ده په ۱۹۸۶ کال د افغان کډوالو په کمپونو او غريزو سيمو کې د ناروغانو درملنې او په ځانګړي ډول د جزام د ناروغانو تداوۍ ته چې هغه مهال نسبتاً عامه وه ډېره پاملرنه وکړه او ګڼ ناروغان يې تشخيص او تداوي کړل. په ۱۹۹۱ کال يې د ننګرهار په دره نور کې لومړنی کلينيک جوړ کړ.

کله يې چې په مشن روغتون کې ده ته ستونزې او خنډونه جوړ کړل، نو هغه ځای يې پرېښود او له سپين جومات سره نژدې د پېښور په يونيورسټي ټاون کې يې يوه ودانۍ په کرايه ونيوه. ده غوښتل چې خپل يو روغتون، مرکز او دفتر ولري، په پام کې وه چې دغسې يو روغتون په کابل کې جوړ کړې خو له بده بخته چې د ډاکټر نجيب حکومت له پرځېدو وروسته په کابل کې د تنظيمونو او جنګسالارانو تر منځ خونړي جنګونه پیل شول او د نويو ودانيو جوړول خو څه کوې چې روغ کابل هم پر کنډواله بدل شو.

د همدې هدف لپاره ډاکټر ناکامورا پخپله د کورنيو جنګونو په اوج کې کابل ته ولاړ چې د روغتون لپاره ځای ومومي خو هلته کوڅه په کوڅه جنګونه روان وو. په راستنېدو کې يې هم په ده د کوم هزاره افغان ګومان کړی و او له ملګريو سره يې د لغمان په مشهور پاټک کې درولی، ځورولی او ملګري يې په دې سپک کړي وو چې ګني کوم هزاره له کابله وباسي چې بلاخره له ده سره ملګری د بوډيالۍ سرفراز خان پخپلو هڅو له پاټکيانو خلاص کړی و.

ډاکتر ناکامورا مجبور شو دغسې يو روغتون په پېښور کې جوړ کړي نو د سپينې وړۍ سره نژدې پاوکه کې يې د روغتون لپاره يوه ټوټه ځمکه له ځايي خلکو په بيه واخيسته او په دې ډول يې په ۱۹۹۸ کال د اويا بسترو يوه ښاییسته دری پوړيزه ودانۍ بشپړه کړه چې والي يا ګورنر يې پرانيسته وکړه.

دې روغتون لس دوولس کاله افغان کډوالو او د شاو خوا کليو بېوزله خلکو ته وړيا خدمتونه وړاندې کړل. هلته د اېکسرې، لېبارټرۍ، الټراسونډ او اېنډوسکوپي په ګډون ګڼ سهولتونه موجود وو. پر دې سربېره يې د جزام يا لېپروسي ناروغانو ته يوه برخه ځانګړې کړې وه او د دې سپېشل يونټ مشري د ډاکټر سيد محمد پر غاړه وه چې په دې برخه کې يې د کراچۍ په ميري اېډيلډ کې ځانګړې زده کړې کړې وې.

ډاکټر سيد محمد او ناکامورا به په عمليات خونه کې په ساعتونو د دغسې ناروغانو د زخمونو په توږلو، ګنډلو او اړتيا په صورت کې پرې کولو بوخت وو. په داسې حال کې چې د ډاکټرانو په شمول ګڼ طبي کارکوونکي له دې ناروغۍ ډارېدل او د جزام ناروغانو سره له تماس نه يې ډډه کوله. يو وخت مهالوېش داسې جوړ شو چې د روغتون هر ډاکټر به په نوبت سره يوه مياشت د ډاکټر سيد محمد سره د دغه ډول ناروغانو په درملنه کې مرسته کوي. د يوې ځايي ډاکټرې چې دا نوبت راورسېد نو په همغه ورځ يې کار پرېښود او په سرو سترګو له کاره کور ته ستنه شوه.

ناکامورا

ډاکټر ناکامورا د سيمې د خلکو د دود، دستور او کلتور په هکله پوره مطالعه درلوده، او دا به يې هر وخت ويل چې کله هم د چا پر دودونو او کلچر انتقاد مه کوئ او د هغوی د انګېرنو درناوی په کار دی. يوه ورځ يې ويل چې تر بيمارستان، شفاخانه ښايسته نوم دی. په ننګرهار کې د اوبو کانال ته د آب مرواريد نوم هم ده خوښ کړی و.

په روغتون کې بستر ناروغانو او د جاپانيانو په شمول ټولو کارکونکيو له يوه دېګه ډوډی خوړه، داسې چې اول به يې ناروغانو ته ووېشله او بيا به د روغتون عملې خوړله. د افغانانو په چم د ناکامورا دفتر ته له پايزار سره ننوتل منع وو او پر دړه يې ليکلي وو چې (لطفاً بوټونه مو وباسئ)، يو ځل چې په اسلام آباد کې د جاپان سفير يې ليدو ته راته نو دا خبره له ده سره شريکه شوه چې ګني سفير به هم بوټونه وباسي؟ ده وويل چې رول او قانون بايد د ټولو لپاره يو شی وي.

ناکامورا به له ناروغانو سره پښتو خبرې کولې او ترجمان يا ژباړن ته يې چندان اړتيا نه درلوده. کله به چې په تعليمي دوره راغلي خيبر مېډيکل کالج د کميونيټي مېډيسن محصلينو ته د لېپروسي په هکله په انګرېزۍ لېکچر ورکاوه نو په منځ کې به يې د ناروغ او ډاکټر مکالمه په پښتو ويله، ده به ويل چې “د جزام د تشخيص لپاره خاصو ټسټونو ته اړتيا نشته. که ناروغ پر پوستکي يا څرمن له داغ سره حاضر شي چې ويې پوښتې دا کله نه دی، وايي به ډېرې مودې نه دی. درد کوي؟ نه، خارښت کوي؟ نه، نو که د کاغذ يوه وړه ټوټه راواخلې، هغه ځای پرې وسولوې او ويې پوښتې چې پوهېږې؟ هغه به وايي نه پوهيږم. نو پوه شه چې دا جزام يا لېپروسي ده.”

ده نه يوازې د دارو درملو په واسطه د دغسې ناروغانو تداوي کوله، بلکې بېرته يې په ټولنه کې د هغوی د ورګډېدو او کار زمينه هم برابروله. څو کسه له دې ناروغۍ اغېزمن کسان يې پخپل روغتون کې په مختلفو دندو لګولي وو. د لېپروسي جراثيم د پښو او لاسونو عصبي رګونه بې حسه کوي او بنده بيا په درد نه پوهيږي چې په نتيجه کې يې عامې څپلۍ او بوټونه په پښو کې زخمونه جوړوي. دا زخمونه اکثر انفکشن يا التهاب اخلي چې بيا هډوکي ته رسېږي. پخپل روغتون کې يې دوه کسه موچيان مقرر يا ګومارلي وو چې د دې ډول ناروغانو لپاره به يې ځانګړې څپلۍ يا پایزارونه جوړول چې بيا به يې هغوی ته وړيا ورکول.

يو څه چې د روغتون عملې یا سټاف ترې سر ټکاوه هغه د کار او حاضرۍ په هکله سخته پاليسي او ګهيځ د کار تر پیل مخکې يوې ترانې ته ورته ټکيو ويل وو چې بايد ټولو د دفتر مامور نورمحمد پسې تکرار کړې وای. دا ترانه چې پخپله ناکامورا جوړه کړې وه، يوه جمله يې داسې وه چې:

“موږ له قومي، ژبني او مذهبي توپیرونو پرته، د غريبو او بېوسه خلکو په خدمت سره د خدای عبادت کوو.”

په اول کې خو لکه د افغانستان په دفترونو کې چې رواج دی، د حاضرۍ په کتاب کې لاسليک کېده خو لکه چې چا په دې لړ کې دوکه کړې وي، نو بيا يې د حاضرۍ کتاب ايسته کړ او نور به هر سهار د کار تر پيل مخکې او مازيګر د کار تر پای ورورسته د ټلۍ يا زنګ له غږ سره سم ټول کلينيکل او نان کلينيکل سټاف څنګ تر څنګ په کتارونو کې د روغتون په چمن کې راټولېده او منېجر به يې لکه د مکتب د زده کوونکيو حاضري اخيسته. بل دا چې که به ناروغ ته د وينې ضرورت و نو اول بايد د ډاکټر په ګډون د روغتون سټاف وينه ورکړې وای.

د مرکزي روغتون تر څنګ يې واخان ته نژدې د چترال په يارخون لشت، د نورستان په وامه، د کونړ په پېچ دره او ننګرهار دره نور کې د کلينيکونو لپاره ودانۍ جوړې کړې، چې کلونه يې د سيمې خلکو ته طبي خدمتونه وړاندې کړل. کال دوه يې له سوات نه پورې کوهستان او کابل ښار دری کلېنيکونه هم د درملو، مالي او لوجېسټيکي پلوه سپورټ او وچلول.

د ده شعار و چې:

“موږ پتېيلې هغو ځايونو ته به نه ځو چېرته چې هر څوک غواړي ولاړ شي، بلکې هغو ځايونو ته به خپل خدمتونه رسوو چېرته چې مرستو ته ډېره اړتيا وي او بل څوک هلته د تلو زړه نه ښه کوي. “

ډاکټر ناکامورا په ۲۰۰۳ کال د رامون مګسېسې جايزه چې د آسيا نوبل جايزه بلل کېږي تر لاسه کړه. دی د ډاکټرۍ تر څنګ يو ليکوال هم و، د شلو په شاو خوا کې کتابونه يې چاپ او په اخبارونو کې يې مقالې هم خپرې شوې دي.

(په افغان وطن کې) د ډاکټر ناکامورا په لاس ليکلي د هغو رپوټونو لړۍ ده چې د ۲۰۰۹ کال د می له ۲۵مې د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر تر دويمې نېټې د جاپان د فکوکا ښار په ځايي ورځپاڼه کې خپاره شوي چې بيا انګريزۍ ته هم ژباړل شوي دي.

د ناکامورا پارک

ناکامورا پخپله وروستۍ ليکنه کې چې د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر پر دويمه نېټه خپره شوې او عنوان يې دی “له ګلونو او شاعرۍ سره مينه”، يو ځای داسې ليکي:

افغانان له ګلونو او شاعرۍ سره مينه لري، خلک د هېواد له ګوټ ګوټه په مېموريل پارک کې د ګلونو سيل ته راځي. ګلاب، ياسمين، انار او نور ډېر دا ډول ګلونه ماهرينو يا متخصصينو نه دي خوښ کړي او نه يې ايښي دي بلکې د پي اېم اس سټاف او کارکوونکيو هر يوه يو بوټی راوړی دی. د پارک شا و خوا د نارنجو دېرش زره ونې دي. د پسرلي په سر کې د نارنج د سپينو غوټيو وږم او خوشبويي درسته سيمه په سر اخلي.

په افغانستان کې د دوديزې شاعرۍ بنډارونه عامه خبره ده چې شاعران راټولېږي او په ترنم کې د موسمي ګلونو په ستاينه کې نغمې غږوي. په دې لړ کې په سهېل کې د کندهار انار او ختيځ کې د جلال آباد نارنج خورا مشهور دي. له پخوا زمانو د ژوند په هر ډګر کې له بزګرانو نيولې تر شتمنو پورې شاعران موندل کېږي. له طبقاتي او قومي توپيرونو پرته دوی يو ځای سره را ټولېږي. دلته شاعري تر ډېره تقريري بڼه لري، مشهور شاعران دي چې ليک او لوست نه شي کولای. ان چې د بېسواده يا نالوستيو مزدورانو په منځ کې هم که دوه دری کسه سره يو ځای شي نو دا به د حيرانتيا خبره نه وي چې دوی به پخپل منځ کې له نغمو، ټپو او بدلو خوند اخلي.

د دوه زرم کال ځپونکې وچکالۍ د افغانستان په ختيځ کې د نارنجو او مالټو ونو ته هم ډېر زيان واړاوه، چې ورسره د نارنج ګل د دوديزې کلنۍ مشاعرې برخليک هم هغسې شو. خو اوس چې څوک د ګمبيري په مېموريل پارک کې د نارنجو خوش بويه هوا راکاږي نو د دغې تاريخي دستورې د بيا غوړېدو خوبونه يې هم رښتيا کېږي.

د پي اېم اس د زرغون ډاګ پروژه نه يوازې د زراعتي توليد او پيداوار زمينه برابروي بلکې دوديز او تاريخي کلتور هم تقويه کوي. کله چې د زده کړو پر ارزښت ټينګار کوو، موږ هغه بډايه کلتور چې په سيمه کې ژورې رېښې لري له پامه غورځوو. لکه څنګه چې د سواد او نومليکنې له کچې د کلتور اندازه نه شي لګېدی، دغسې مالي يا مادي بېوزلي يا غربت د روحاني بېوزلۍ معنا نه لري. زه که نور څه نه شم کولای خو دومره باور لرم چې يو وياړ او جرات دا غږ بدرګه کوي چې: اوس موږ ژوند کولای شو!

له بده بخته چې د افغانانو دغه خواخوږی او خدمتګار پخپله هم چا ژوند ته پرېنښود او د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر پر څلورمه په جلال آباد کې ووژل شو.

يادښت: په دې لیکنه کې ټول نظرونه په لیکوال پورې اړه لري.

دا لیکنه له بي‌بي‌سي پښتو وېبپاڼې راخیستل شوې ده

مخکنۍ لیکنه
د سږوپاکوونکي خواړه
بله لیکنه
د فبرورۍ ۲۱مه د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ

ځواب دلته پرېږدئ