روغتیا

اېکس څه ډول ناروغي ده؟

اېکس ناروغي

۶ سلواغه ۱۴۰۲ – ۲۶ جنوري ۲۰۲۴

د روغتیا او درملنې نړیوالو مدیرانو د نړۍ په اقتصادي غونډه کې چې د سویس په داووس کې ترسره شوه، د راتلونکې نړیوالې وبا اړوند پلان جوړولو پر ارزښت ټینګار وکړ.

له دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی و، چې د راتلونکي وبا لپاره چمتووالی اړین دی.

له دې سره دوی غواړي د هغه ډول ناوړه حالت مخنیوی وکړي، چې د کووېډ – ۱۹ وبا پر مهال رامنځته شوی و چې روغتیايي سیسټمونه یې فلج کړل او په نړیوال اقتصاد کې میلیاردونه ډالر ضایع شول.

اېکس ناروغۍ

اېکس یوه ریښتونې ناروغۍ نه ده، بلکې د روغتیا نړیوال سازمان لخوا د یوې مکروبي ناپيژندل شوې ساري ناروغۍ نوم دی.

دا فرضي ناروغۍ کولی شي له یو هېواده بل هېواد ته خپره شي او ان کولای شي بشپړې وچې اغېزمنې کړې او د انسانانو د فعالیتونو او ګرځېدو اړونده بندیزونو لامل شي.

د ناروغۍ یاد نوم د کووېډ – ۱۹ له خپریدو مخکې ورکړل شوی و.

افغانستان

د ۲۰۱۸ کال په فبروري کې د روغتیا نړیوال سازمان دا فرضي ناروغۍ د هغو ناروغیو په لیست کې شامله کړې وه، چې باید لومړیتوب ورکړل شي.

د څېړنې او پرمختیا پروګرام مسوده یو نړیوال ستراتیژیک پلان دی، چې د متخصصینو د یوې ډلې لخوا ترسره کېږي.

دا ماهرین د روغتیا نړیوال سازمان لخوا وربلل کېږي او د ناروغۍ اړوند څېړنې او مطالعې کوي‌، پروګرامونه جوړوي او د خپریدو په صورت کې چټک ګامونه اخلي.

د دې پروګرام موخه د اغېزمنتیا معلومول، واکسینونو او درملو ته چټک لاسرسی برابرول، د ژوند ژغورل او د لوی بحران مخنیوی دی.

په وروستیو کلونو کې موږ په نړیواله کچه بیلابیلې ناروغۍ لیدلي دي:

  • سارس (تنفسي ناروغۍ)
  • د خوګ انفلوانزا
  • مرس (منځني ختیځ کې تنفسي ناروغۍ)
  • ایبولا
  • کوویډ – ۱۹

د روغتیا برخې ماهرین د راتلونکي نړیوالې وبا په اړه اندېښمن دي، چې کېدای شي له کورونا زیات خطرناک وي.

ایا اېکس ناروغۍ به د نړیوالې وبا لامل شي؟

افغانستان

په داسې حال کې چې اوس مهال اېکس ناروغۍ شتون نلري خو څېړونکي، ساینس پوهان او متخصصین تمه لري، چې مخکې له مخکې یو پلان ورته جوړ کړي ترڅو دلارښوونو او پلان پر بنسټ له دې فرضي ناروغۍ سره مبارزه وشي.

دوی غواړي نړیوال روغتیايي سیستمونه دې حالت ته چمتوالی ولري.

تېره اوونۍ په نړیواله اقتصادي غونډه کې “اېکس ناروغۍ ته چمتوالی” تر نوم لاندې یوه ناسته وشوه. دا ناسته د روغتیا نړیوال سازمان تر مدیریت لاندې د تدروس ادهانوم ګابریسوس لخوا ترسره شوه.

په دې ناسته کې د هغو نویو میتودونو په اړه خبرې وشوې، چې د روغتیا او طبي سیستمونو چمتو کولو لپاره اړین دي ترڅو په راتلونکي کې د لا زیاتو وژونکووباوو کنترول وکړلی شي.

نوموړي په دې غونډه کې وويل:

“که کومه بله وبا رامنځته شي، ځينې خلک به هرومرو ووايي چې دا دی د وېرې او وحشت حال دی. له همدې امله، دا غوره ده، چې داسې حالت ته انتظار وکړو او ځان ورته چمتو کړو، ځکه چې د تاریخ په اوږدو کې موږ ډېری وختونه له وباګانو سره مخامخ شوي وو. “

افغانستان

د کوویډ – ۱۹ وبا د نړۍ ډېری هېوادونه حیران کړل. خو لکه څنګه چې د بي بي سي په راپور کې راغلي:

” متخصصین له کلونو راهیسې خبرداری ورکوي و، چې موږ د نړیوالې وبا پر لور روان یوو.”

ډېری دا کارپوهان په څارویو کې د دې ناروغیو منشا ته اندیښمن دي. ۷۵ سلنه نوې ناروغۍ حیواني یا زوتونیک سرچینې لري. زوتونیک اصطلاح هغو ناروغیو ته کارول کېږي، چې له ژویو انسان ته لېګدول کېږي.

داسې انګیرل کېږي، چې د کوویډ – ۱۹ ناروغۍ سرچینه هم ژوی و، چې د چین په بازار کې پلورل کېده.

ګومان کېږي، چې د کوویډ – ۱۹ په څیر زوتونیک سرچینه لرونکي ناروغۍ د انسانانو د فعالیتونو له امله ورځ تر بلې خورا خطرناکه کېږي.

همدارنګه په اقلیم باندې د انسان د فعالیتونو اغېزې، د حیواناتو په استوګنځایونو باندې د انسان نفوذ او د انسان د تګ راتګ د ساحې پراختیا د دې لامل شوی، چې له ژویو څخه انسانانو ته ناروغۍ ولېږدول شوي.

د متخصصینو له نظره د ښارونو پراخیدل، د نفوس زیاتوالی او نړیوالې سوداګرۍ هم د وبا لپاره یوه ښه زمینه برابره کړې، چې ګرده نړۍ کې خپره شي.

نړۍ د راتلونکي وبا لپاره څنګه چمتووالی نیسي؟

افغانستان

ډاکټر تدروس په یاده نړیواله اقتصادي غونډه کې وویل:

”د روغتیا نړیوال سازمان لا دمخه د راتلونکي وبا لپاره چمتووالي پیل کړی دي.”

یو له دې ګامونو څخه د وبا حالت لپاره د مالي سرچینو چمتو کول او همدارنګه سویلي افریقا ته د ټیکنالوژۍ لېږد لپاره مرکز برابرول دي.

دا مرکز به د واکسینونونو د تولید سیمې اړوند ښه مرسته وکړي او پایله کې به یې هغه اختلاف له منځه لاړ شي، چې لږ عاید لرونکي او ډېر عاید لرونکي هېوادونه په توپیري ډول واکسین ته لاسرسی لري.

په یوه راپور کې چې په ۲۰۲۲ کې خپور شوی، د ناروغیو کنټرول او مخنیوي لپاره د اروپا مرکز سپارښتنه کوي، چې د راتلونکو ناروغیو سره د مقابلې لپاره د نوي سیسټمونو جوړولو او پراختیا پرځای د موجوده سیسټمونو ښه کول غوره دي.

راپور وړاندیز کوي، چې غوره دی هر نوی سیستم باید د راتلونکي وبا له خپریدو مخکې وازمایل شي.

د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۲ کال په جون میاشت کې د روغتیا اړوند معلوماتو راټولولو، ارزولو او ورڅخه پایلې رااېستلو لپاره ۱۰ سپارښتنې وړاندې کړې.

په دې کې راغلي چې:

“د نويو ناروغیو د څارنې او تشخیص لپاره یو ګټور سیسټم اړین دی او دا کولی شي په ګړندۍ توګه د ناروغۍ د خپریدو مخنیوی وکړي او ژوند وژغوري.”

د روغتیا نړیوال سازمان هم ټینګار کوي، چې وبا تل د یوې پیژندل شوې سرچینې څخه نه پیل کېږي.

ډېری خلک د تکنالوژۍ په مټ د لا زیاتو واکسینونو د جوړولو په تمه دي. یو کال مخکې د کوویډ – ۱۹ پروړاندې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې وګړو ته بېلا بېل واکسینونه جوړی کړل شوي.

دا د روغتیا په ډګر کې بې مخینې ده. په دومره لنډ وخت کې د یوه واکسین جوړولو لپاره څیړنه کول او بیا پرمختیا ورکول او په پایله کې ګټور واکسین جوړول خپله د واکسینونو په تاریخ کې یوه د پام وړ چاره ده.

ساینس پوهان باید وکوالی شي د واکسین تولید لپاره په موجوده ماډلونو کې د بدلونونو راوستو سره واکسینونه جوړ کړي ‌او په راتلونکي کې د خلکو ژوند وژغوري.

دا لیکنه له بي بي سي پښتو وېبپاڼې راخیستل شوې ده.

مخکنۍ لیکنه
د لمانځه ټکي په ټکي ژباړه
بله لیکنه
د انسان ماغزه څنګه کار کوي؟

ځواب دلته پرېږدئ