سلګونه کاله مخکې د لرغوني چین او هند طب د کورکمن (زرچوبې) ګټې پېژندلې دي. معاصر طب یې هم ګڼې ګټې ثابتې کړي چې ځینې یې دا دي:
1. د التهاب ضد:
په کورکمن کې د مېکروبونو او جراثیمو ضد ګڼ مواد شته. د مفاصلو د التهاب لپاره یو طبیعي علاج ګڼل شوی، همدارنګه د مېکروبونو پاکوونکی بلل شوی، د ټپونو او سوي د پاکوالي او ژر رغېدو لپاره غوره درمل دي او د دردوونکو طبیعي اراموونکی دی.
- پر بدن د نونکیو په تېره پر مخ د سرو نونکیو راپورته کېدو له منځه وړونکی دی.
- د غړو د دردونو درملونکی دی، د روماتېزم ناروغان یې دې ډېر خوري.
- د سالنډۍ لپاره غوره درمل ګڼل شوی، داسې چې یوه کاشوغه میده شوی کورکمن په تړمو شیدو کې ګډ او وڅښل شي.
- د زکام او تبې معالج دی، ځکه چې د باکتریاوو او مېکروبونو ضد فعالیت کا، همدارنګه د ټوخي مخه نیسي.
- د بدن مقاومت لوړوي.
- ټپونه او سوي ځایونه ژر رغوي.
2. له سرطان ناروغۍ سره مبارزه کوونکی دی:
ګڼو تازه څېړنو ښودلې چې کورکمن د – کرکمین Curcumin په نامه ماده لري، چې د سرطاني ژونکو (حجرو) په تدریجي ډول له منځه وړلو او سرطانضد حجرو په فعالولو کې رغنده رول لوبوي.
څېړنو موندلې چې یوه کاشوغه کورکمن د سرطان د ګڼو ډولونو وقایه کولی شي، سرطاني حجرې له منځه وړي، ځکه چې په کورکمن کې قوي Antioxidant شته.
د پروسټاټ، تیو، پوستکي او کولمو سرطان مخنیوي کې هم ګټور ګڼل شوی، د وینې سرطان لومړني پړاو کې د سرطان مخنیوی کولی شي.
3. ځیګر روغ ساتي او له بدن زهر وباسي
ځیګر د انزیمونو د تولید په مټ د وینې هزر له بدنه وباسي او کورکمن د دې حیوي انزیمونو د تولید په ډېروالي کې رول لري. څېړنو موندلې چې کورکمن د ځیګري ناروغیو مبارزه کې اټومي فعالیت کولی شي او د وینې جریان عادي ساتي.
4. د وزن کمول او وازدو سوځول
ځینو تجربو موندلې چې کورکمن د وزن کمولو کې ښه رول لوبوي، باید په هر کتغ او خوړو کې وکارول شي، له یوې خوا د بدن او په تېره د خېټې وازده ویلې کوي او بل پلو ګېډه نرۍ او ډنګره ساتي.
کورکمن د وینې خواږه کموي او د وازدې د زېرمه کېدو له زیاتوونکو مسؤلو حجرو سره مقاومت کا.
هاضمه قوي کوي او د پړسوب Bloatingاو غازاتو مخه نیسي.
5. له الزایمر سره مبارزه
څېړنو موندلې چې کورکمن د الزایمر (د هېرېدو ناروغي) د مخنیوي او یا ځنډولو کې مهم رول لوبوي، دا چې له الزایمر ناروغۍ سره په دماغ کې التهاب پیدا کېږي، کورکمن دا ځانګړنه لري چې التهاب له منځه وړي، نو په منظم ډول هره ورځ کورکمن خوړل ښايي د الزایمر ناروغۍ د مخنیوي او یا ځنډېدو لامل وګرځي او د انسان حافظه سالمه وساتله شي.
په کورکمن کې دا خوبي هم شته چې په عمومي ډول د دماغ روغتیا سالمه ساتي، له دماغه اضافي غوړ لیرې کوي او د اکسیجن د ورتګ لاره هواروي.
6. د شکر ناروغي
څېړنې وايي په کورکمن کې د انسولین مقاومت لرونکي مواد شته، چې د دویمې درجې شکر مخنیوي کې مهم رول لوبوي. د ګلوکوز کچه هم نورمال ساتي او د شکر ناروغۍ په درملنه کې د کارېدونکو درملو اغېز زیاتوي.
7. په وینه کې د کولیسټرول کچه کموي
کورکمن نه یوازې د خوړو خوند او رنګ ښه کوي، بلکې په وینه کې د کولیسټرول کچه هم برابره ساتي، د وینې غوړ د ډېرو ناروغیو لامل ګرځي، خو کورکمن د بد کولیسټرول مخه نیسي چې د زړه او د وینې د جریان اړوندې ناروغۍ مخه پرې نیول کېدای شي.
میده شوی کورکمن په غوړو کې سرو کړل شویو خوړو (لکه هګۍ) او تړمو شیدو ته ورواچوئ، وریجو کې یې وکاروئ.
8. د مخ او څېرې د ښکلا او ځوانۍ لپاره
کورکمن د انسان د څېرې تازه ساتلو او ښکلا لپاره هم ګټور دی. د ځوانکو (د ځوانۍ د دانو) او د څېرې د رنګ یوشان ساتلو لپاره یې په ډېرو کارولو سرپه مه کوئ.
د کورکمن يا هندي زعفرانو ګټه او تاوان
د کورکمن ګټې بې شمېره دي، چې په ډېرو روغتیايي چارو کې کارول کېږي. کورکمن سلګونه کاله مخکې د لرغوني چین او هند په طب کې کارول شوی. کورکمن د ۶۰۰ ناروغیو درملنه کې ګټور بلل شوی.
کورکمن د ویروس، میکروب او زهرو ضد مواد لري، د مفصلونو د التهاب لپاره یو طبیعي درمل ګڼل شوي، ځکه د میکروب پاکوونکي مواد لري، د ټپ او سوځېدلي غړي د درملنې غوره درمل دي، همدارنګه د دردونو طبیعي مسکن ګڼل شوی.
سالنډۍ ته هم ډېره ګټه کا، یوه وړه چاشوغه میده شوی کورکمن یوې پیالې تړمو شودو ته ورواچوئ چې سالنډي مو ورسره ختمه شي.
د زکام او سړې تبې لپاره هم ګټور دی، ځکه چې د ویروس او مضرو باکتریاوو ضد مواد لري، د ټوخي لپاره هم ګټه کا. د ناروغیو پر وړاندې د بدن مقاومت هم ډېروي.
ډاکټران وايي کورکمن د سرطان پر وړاندې هم ګټور تمامېږي، ځینو نویو څېړنو په ډاګه کړې ده چې کورکمن د “کیرکیومین” په نامه مواد لري چې د سرطاني غدو له منځه وړلو کې فعال رول لوبوي. یوه کوچنۍ چاغوشه کورکمن د ګڼو سرطاناتو مخه نیولی شي، په تېره بیا د پروستات سرطان د مقاومت او ودې د مخنیوي، د لویو کولمو سرطان، د تیو سرطان او د پوستکي سرطان د مخنیوي لپاره ګټه کا، همدارنګه د وینې د سرطان مخنیوي کې هم پاموړ رول لوبوي.
د کورکمن خوړل/څښل ځیکر روغ ساتي او له بدنه د زهري موادو ایستلو لامل ګرځي او د وینې جریان منظم ساتي.
د وزن کمولو او وزادو ویلې کولو ته هم ګټور دی او د خېټې کوچنۍ کولو ته هم ګټه لري.
د زهایمر ناروغۍ پروړاندې هم ښه مبارزه کا، دا چې زهایمر ناروغي په دماغ کې له التهاب سره تړلې ده، کورکمن د التهاب ضد فعالیت پر مخ بیايي. هره ورځ په منظم ډول کورکمن خوړل د زهایمر ناروغۍ مخه نیولی شي او د انسان حافظه روغه ساتي.
کورکمن په دماغ کې د غوړو او وازګینو مواد د تراکم له منځه وړلو سبب ګرځي، چې په دې سره دماغ ته پوره اکسیجن رسېږي.
د شکر ناروغانو ته کورکمن ګټور بلل شوی، ځکه چې په وینه کې د انسولین د مقاومت کچه کموي. همدارنګه ګلوکوز هم کنټرولوي او د شکر ناروغۍ کې د کارېدونکو درملو اغېز زیاتوي.
خو پام مو وي چې کله کله کورکمن شکر ته برعکس تاوان رسوي، په تېره بیا کله چې د شکر ناروغ قوي درمل خوري.
کورکمن په وینه کې د کولسټرول کچه کموي/د انسان د څېرې (مخ) ښکلا لپاره ګټه لري/وېښتان قوي کوي/او د ځوانکو له منځه تلو لامل ګرځي/په ۲۰۰۹ کال په Phytomedicine مجله کې یوې خپرې شوې څېړنې وښوده چې کورکمن د لوړ عمر کسانو کې د زړبودۍ نښې ډېرې نه پرېږدي او په وجود په تېره بیا مخ کې یې ګونځې کموي.
ماضي کې د کورکمن کارول
پخوانۍ زمانه کې کورکمن د لاندې ستونزو/ناروغیو لپاره کارول شوی:
- اندېښنه،
- د خېټې پړسوب،
- د مفصلونو التهاب،
- د معدې سوځ،
- ژیړی،
- د ځیکر ګډوډي،
- میاشتني عادت کې ستونزې،
- د دردونو ارامول،
- او د ټپونو درملنه
کورکمن دغه غذايي عناصر لري:
- پروټین
- غذايي فایبر
- نیاسین
- ویټامین سي
- ویټامین اي
- ویټامین کې
- اوسپنه:( سوډیم، پوټاشیم، کلسیم، مس، اوسپنه، مګنیسیوم او زنک
د کورکمن زیانونه
ځینې حالتونه روښانه شوي چې د ډېر کورکمن کارول پکې ممنوع ګڼل شوي:
تر اندازې ډېر کورکمن کارول، د معدې د اسید ډېرېدو پرمهال، میندوارې ښځې یې دې نه کاروي، ځکه چې د رحم د انقباض سبب ګرځي.
ځینې وخت د کورکمن خوړل جانبي عوارض پیدا کوي، لکه نس ناستی، بېهوښي او سرګرځېدل.
تر اندازې ډېر کورکمن کارول د وچوالی سبب ګرځي، که سړي ډېر کورکمن وخوري نو د ټسټوسټیرون Testosterone هورمون کچه یې کموي او د منوي حیواناتو خوځښت یې ورو کوي، همدا یې د وچوالي (بچي نه پیدا کېدو) سبب ګرځي.
هغو کسانو ته هم د ډېر کورکمن خوړل زیان رسوي چې بدن کې یې اوسپنه کمه وي.
د کورکمن غذايي ارزښت:
په هر سل ګرامه کورکمن کې دغه غذايي مواد شته:
اوبه: | ۱۲٫۸۵ ګرامه |
کالوري: | ۳۱۲ |
پروټین: | ۹٫۶۸ ګرامه |
غوړ: | ۳٫۲۵ ګرامه |
کربوهایډراټ: | ۶۷٫۱۴ ګرامه |
فایبر: | ۲۲٫۷ ګرامه |
خوږه: | ۳٫۲۱ ګرامه |
کلسیم: | ۱۶۸ میلي ګرامه |
اوسپنه: | ۵۵ میلي ګرامه |
مګنیسیم: | ۲۹۸ میلي ګرامه |
فوسفور: | ۲۰۰ میلي ګرامه |
پوټاشیم: | ۲۰۸۰ میلي ګرامه |
ویټامین | ج: ۰٫۷ میلي ګرامه |
پولاد: | ۲۰ مایکروګرامه |
سرچینه: وېبطب webteb او موضوع mawdoo3 وېبپاڼو راخیستل شوی