د ورزش لپاره د غوره وخت په اړه د ساینس او مطالعو ترمنځ نظرونه توپیر لري، مګر هغه څه چې موافقه شوې د تمرین اهمیت دی، پرته له دې چې د ورځې په کوم وخت کې تمرین وکړئ، خو د خپل حالت او ورځنۍ فعالیتونو په رڼا کې باید وخت ورته ځانګړی شي.
ګهیځ کې د ورزش کولو ګټې
ګهیځ (سهار وختي) ورزش کول ډېرې ګتې لري، چې ځینې یې دا دي:
د وجود اضافي وازدې سوځوي:
په برېټېش جورنال نټرېشن مجله ۲۰۲۳ کې یوه مقاله خپره شوې چې ۱۲ د روغې سټې سړو پکې ګډون کړی و، په ډاګه شوه چې په تشه ګېډه ورزش کول وجود ته دا توان ورکوي چې کالوري او وازدې ویلې کړي، خو د اوږدمهال لپاره یې د اغېز ثابتېدل نه دي روښانه شوي.
د خوب ښه کېدل:
په ۲۰۱۴ کال کې په Vascular health and risk management مجله کې یوه څېړنه خپره شوې وه چې ۲۰ هغو کسانو ګډون پکې کړی و چې د وینې د لوړ فشار له خطر سره مخامخ وو، خو وروسته ثابته شوه چې ګهیځ وختي ورزش کول یې د خوب څرنګوالی ښه کړی دی، له ګهیځ وختي ورزش سره د ګډونوالو د وینې د فشار کچه هم ورسره ښه شوې وه.
د اشتها ښه کېدل:
په Medicine and Science in Sport and Exercise مجله کې په ۲۰۱۲ کې ګهیځ له ورزش وروسته خواړو ته د ښځو د اشتها د پېژندلو په باب یوه څېړنه خپره شوه چې ۱۸ طبیعي وزن لرونکو او ۱۷ چاغو ښځو ګډون پکې کړی و، په پایله کې ثابته شوه چې ورزش یې د خوړو اشتها کمولو کې مرسته کړې ده.
د وازدې ویلې کولو کې ورزشونه
سپورتي ورزشونه د وزن کمولو تر ټولو ښې پېژندلې شوې لارې دي، چې کالوري هم ورسره سوځول کېږي او د وزن کمولو کې رغنده رول لري. لاندې ځینې تمرینونه د وادې ویلې کولو کې مرسته کولی شي:
پلی تګ:
په Journal of exercise nutrition and biochemistry مجله کې په ۲۰۱۴ کال یوه څېړنه چې ترسره کېدو یې ۱۲ اونۍ دوام وکړ، خپره شوه، ۲۰ چاغو ښځو پکې ګډون کړی و، په ډاګه شوه چې په اوسط ډول اونۍ کې درې ځله پلی تګ (۵۰ تر ۷۰ دقیقو پورې) تر پوستکي لاندې د ګېډې وازدې کمولی شي.
ځغاسته یا منډې:
په ۲۰۰۷ کال په International Journal of obesity مجله کې یوه څېړنه خپره شوه چې ویل یې ځغاستل د مضرې وازدې ویلې کولو کې مرسته کولی شي او همدارنګه اضافي غوړ ورسره ویلې کېدی شي. دا غوړ تر ډېره د وجود داخلي غړو شاوخوا راغونډېږي چې د زړه او شکر ناروغۍ خطر ورسره زیاتېدلی شي.
لمبېدل:
غوټې وهل د وزن کمولو لپاره غوره ورزش او تمرین دی، بدن ورسره نرمېږي او د ګڼو ناروغیو د خطر مخه نیولی شي.