افغانستان

د فبرورۍ ۲۱مه د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ

ګیټي انځور

عبدالله الهام/بي‌بي‌سي

ملګري ملتونه وايي، لا هم په نړۍ کې څلوېښت سلنه وګړي په خپله ژبه یا هغه ژبه چې دوی پرې پوهېږي زده کړو ته لاسرسی نه لري چې په ځینو هېوادونو کې دا کچه هان له نوي سلنې لوړه ده. په داسې حال کې چې څېړنې ښيي، په خپله یا مورنۍ ژبه زده کړه نه یوازې د پوهې بنسټ جوړوي بلکه پر ځان د باور په څېر مهمو مهارتونو او د ژبې او کلتور په ساتنه کې حیاتي اهمیت لري.

افغانستان چې ګڼ‌توکمه او ګڼ‌ژبنی هېواد دی، ۳۵۰۰۰ ښوونځي او مدرسې پکې ثبت دي چې ۱۸۱۰۰ یې ښوونځي او ۱۷۰۰۰ یې مدرسې دي.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه بي بي سي ته وویل، په ښوونځیو او مدرسو کې په مورنۍ ژبه د زده کړو برابرول د دوی د هلو ځلو مهمه برخه ده.

اهمیت یې

د سوېلي افريقا پخواني رهبر نېلسن منډېلا ویلي، که له چا سره په داسې ژبه خبرې وشي چې هغه پرې پوه شي، نو خبره به يې مغزو ته ولوېږي، خو که د هغه په مورنۍ ژبه خبرې ورسره وشي نو دا به د هغه زړه ته ولویږي.

د پښتو ژبې منلی شاعر او ديني عالم مولانا محمد علیم بسمل هم په خپله او بله ژبه کې زده کړې د نه پرتلنې وړ ګڼي.

دی وايي، په کوچني‌والي کې يې ښوونځی په فارسي ژبه لوستی خو کله چې به د خپلې مورنۍ پښتو ژبې ښوونځي ته لاړ نو “پښتو ژبه به يې په ټول وجود حس کوله”.

دی وايي، “الله ج هر قوم ته پیغمبر ته په خپله ژبه رالېږلی. په یوه آیت کې راځي وَمَا أَرْسَلْنَا مِن رَّسُولٍ إِلَّا بِلِسَانِ قَوْمِهِ لِيُبَيِّنَ لَهُمْ… وايي هر قوم ته مو چې پیغمبر رالېږلی، په خپله ژبه کې مو ورته رالېږلی چې دوی خلک وپوهوي او په ښکاره ورته ووايي او په آخر کې وايي چې الله ج د حکمت خاوند دی چې زما په اند د حکیم صفت د راوړلو موخه دا ده چې حکمت دا دی چې هر چا ته باید افهام او تفهیم د دوی په ژبه وشي.”

ښاغلی بسمل په تېره بیا مورنۍ ژبه د ديني زده کړو او دین د بیانولو او آسانه برابرولو اړتیا جدي ګڼي:

“چا چې خپلې ژبې او دین ته خدمت کړی، دین یې فارسي، اردو یا خپلې ژبې ته کړی. موږ ته هم په کار دي چې دین خپل قوم ته په آسانه پښتو کې ورسوو”.

کارپوهان وايي، هغه کوچنیان چې خپله مورنۍ ژبه یې ښه زده وي، په ښوونځي کې د نورو ژبو د زده کولو ښه استعداد لري.

د مورنۍ ژبې پوخوالی د ښه فکر کولو استعداد او په اسانۍ په نورو ساینسې علومو پوهه بښي.

کډوال ماشومان او مورنۍ ژبه

ماشوم

ژبه او پېژندګلوي او هویت هم له یوه بل سره تړلي بلل کېږي. کارپوهان وايي، څوک چې په خپله مورنۍ ژبه ښه نه پوهېږي، له خپل کلتور او پېژندګلوۍ ېې خبرېدل هم سختېږي او مورنۍ ژبه تر ټولو غوره او مهمه اله بلل کېږي چې یو کس پرې له خپل هویت او کلتوره ځان خبرولی شي.

په خپله مورنۍ ژبه زده کړو ته نه لاسرسی په تېره بیا له افغانستانه بهر د افغانانو د نسلونو جدي ستونزه ده ځکه په خپله مورنۍ ژبه له زده کړو پر بې برخې کېدو سربېره د افغان کډوالو نسلونه له خپل کلتور او دودونو هم په آسانۍ پردي کېدی شي.

په نورو هېوادونو کې خو دا ستونزه پراخه ده خو په پاکستان کې چې د افغان کډوالو تر ټولو ستر شمېر پکې و، تر تېر کاله په پښتو او دري ژبه د کډوالو ماشومانو ته د ملګرو ملتونو په ښوونځیو کې زده کړې وې خو له تېر کال راهیسې هغه هم د پاکستان ملي تعلیمي نصاب ته بدل شوی چې په انګليسي او اردو ژبه دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو سازمان په پاکستان کې ۱۴۲ ښوونځي چلوي چې ۹۹ یې په خیبر پښتونخوا ایالت کې دي او ۳۵ نور يې په بلوچستان او ۸ یې پنجاب کې دي چې په دغو ښوونځیو کې ۵۶۰۰۰ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

د ملګرو ملتونو یوه ویاند بي بي سي ته د دې لامل دا ښودلی چې غواړي د دغو ښوونځیو افغان زده کوونکي وکولی شي چې وروسته په پاکستاني تحصیلي نظام او یا هم وروسته د کار په چاپېریال کې له خنډونو سره مخ نشي.

عمري منفي اغېزې

لیکوال او شاعر نذیر احمد نذیر چې د ښوونیز نصاب جوړولو په برخه کې يې لوړې زده کړې وايي، ماشومانو ته په خپله ژبه کې د زده کړو نشتوالی پر هغوی عمري منفي اغېزې ښندلی شي.

دی وايي، “په مورنۍ ژبه زده کړه ځکه د ماشوم د حقونو په کتار کې درول شوې چې د نه درلودلو له امله یې ماشوم تر ژوند تر وروستیو مرحلو پورې له بدو اغېزونو سره مخ کېدی شي”.

ښاغلی نذیر زیاتوي: “کله چې زده کړه په بله ژبه شي، ماشوم د دریو درنو بارونو پورته کولو ته اړ وځي: د خپلې مورنۍ ژبې بشپړول، د بلې ژبې زده کړه او د درسي موادو زده کړو، چې دا د ماشوم لپاره سخت دي”.

دی وايي چې دا د ماشوم زده کړې نیمګړې کوي.

“ستونزه دلته نه ختمېږي. تعليمي نصابونه عمر ته په کتو جوړېږي. کله چې ماشوم په خپل وخت یو څه زده نه کړي او وروسته چې کله نورمال حالت ته راځي او د زده کړو پر مفهوم ځان پوهوي بیا هغه امکانات او وړتیاوې نه وي ورسره چې په خپل وخت کې وو”.

د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ

ژبې

ملګري ملتونه د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ په دې شعار نمانځي چې په ګڼو ژبو زده کړې د نسلونو تر منځ د زده کړې یوه مهمه برخه ده.

د مورنۍ ژبې نړیواله ورځ ملګرو ملتونو په ۱۹۹۹ کال کې په بنګله دیش کې د یونیسکو په کانفرانس کې په دې نوم کړه او له ۲۰۰۰ کال راهیسې هر کال نمانځل کېږي.

که ملګري ملتونه وايي چې لا هم په نړۍ کې ۴۰ سلنه ماشومان په خپله مورنۍ ژبه د تعلیم موقع نه لري، خو په افغانستان کې نه یوازې په مورنۍ ژبه کې د زده کړو د لاسرسي د نشتوالي ستونزه شته بلکه په ټوله کې لویه برخه د ښوونځي عمر لرونکي له زده کړو او ښوونځي او بیا با کیفیته زده کړو بې برخې دي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو سره دا محدودیت لا پراخ شو او دا دی شاوخوا نهه سوه ورځې وشوې چې له شپږم ټولګي پورته نجونې په هېڅ ژبه کې د زدکړو موقع نه لري.

یادونه: دا مطلب له بي‌بي‌سي پښتو وېبپاڼې راخیستل شوی

مخکنۍ لیکنه
هغه ناروغي چې خلک ترې په تېښته وو چا، څه ډول ورکېدو ته نژدې کړه؟
بله لیکنه
قرآن کریم د شیخ علي الحذیفي په غږ کې

ځواب دلته پرېږدئ