عاد له خوراک، څښاک او لهو او لعب (بېفایدې کارونو) پرته بل کار نه درلود.
ځینو به یې پر لوړو ماڼیو او پراخه کورونو جوړولو ویاړل.
د دوی شتمني به په اوبو، خټه او تیږه کې ضایع کېده او پر هره لوړه، خالي او ځمکه کې به یې لوړې ماڼۍ جوړولې.
داسې کورونه به یې جوړول لکه د تل لپاره چې پکې اوسېږي او هېڅ مرګ نه لري.
دوی به داسې ماڼۍ جوړولې هېڅ اړتیا به ورته نه وه او خلکو به د خوراک او اغوستلو لپاره څه نه لرل.
بېوزله به یې بېکوره وو او د اوسېدو هېڅ کور به یې نه درلود، خو د شتمنو په کورونو کې به هېڅ اوسېدونکی نه و، چا به چې دوی یا د دوی ماڼۍ ولیدې پوه به شول چې دوی پر اختر باور او اېمان نه لري.
لیکوال: ابو الحسن علي الحسیني الندوي
ژباړن: هدایتالله همیم