دې لویې پاچاهۍ یوسف د الله تعالی له لوري ونه ګرځاوه او نه یې بدل کړ.‌ یوسف به تل خدای یاداوه، د هغه عبادت به یې کاوه او ترې وېرېده به.

یوسف د الله په حکم پرېکړه کوله او د هغه اوامر به یې پلې کول.‌

یوسف پاچاهي لویه نه بلله او دا یې هېڅ بلله او د یوه پاچا په شان مرګ یې ځان ته نه غوښتل چې له پاچاهانو سره حشر شي.

بلکې غوښتل یې چې د یوه بنده په شان ومري او له نېکانو سره یو‌ ځای راپورته شي.

د یوسف دعا وه‌:

﴿ای زما ربه! یقیناً تا ما ته د څه (علاقې) پاچاهي راکړې ده او تا ما ته د خوبونو د تعبیر علم راکړی دی، ای د اسمانونو او ځمکې پیدا کوونکیه! په دنیا و اخرت کې هم ته زما کارساز یې، ته ما په داسې حال کې وفات کړه چې مسلمان یی او ته ما له نېکانو صالحانو سره یو ځای کړه﴾. الله تعالی دی مسلمان وفات کړ او له خپلو پلرونو ابراهیم، اسحق او یعقوب او زموږ له نبي ﷺ سره یې یوځای کړ.


لیکوال:‌ ابو الحسن علي الحسیني الندوي

ژباړن: هدایت‌الله همیم