الله تعالی د ادم اولاده برکتي کړه، ډېر سړي او ښځې یې پکې پیدا کړې. د الله ذریه خپره او ډېره شوه.
که ادم راستون شي او خپله اولاده وګوري، نو وبه یې نه پېژني.
که ورته وویل شي: دا ستا ذریه ده اې ادمه، نو ډېر به حیران شي.
وبه وايي: سبحان الله! دا ټول زما اولاد دی؟
دا ټوله زما ذریه ده؟!
د ادم ذریه ډېر کلي اباد کړل، ډېر زیات کورونه یې ودان کړل.
ځمکې یې قلبه کړې، کروندې یې وکرلې او ژوند یې وکړ.
خلک د خپل پلار ادم پر دین وو، د الله عبادت یې کاوه او له هغه سره یې هېڅ شریک نه نیوه!.
خلک یو امت و، پلار یې ادم و او رب یې الله ﷻ.
لیکوال: ابو الحسن علي الحسیني الندوي
ژباړن: هدایتالله همیم