له کافرانو سره د نوح یو زوی و.

نوح په توپان کې خپل زوی ولید او وویل: ﴿ای زما بچوړیه! موږ سره راسور شه او له کافرانو سره مه کېږه﴾.

﴿هغه وویل: ژر به زه د داسې غره په سر کې ځای ونیسم چې ما به له اوبو نه بچ کړي﴾.

﴿هغه (نوح) وویل: نن ورځ‌ د الله له حکم هېڅوک ساتونکی (بچ کوونکی) نشته مګر هغه چې دغه (الله) پرې رحم وکړي﴾.

﴿او د دواړو په منځ کې څپه مانع شوه، نو دی له ډوبو شویو څخه شو﴾.

نوح پر خپل زوی خپه شو، څنګه به نه خپه کېده هغه یې زوی و.

غوښتل یې چې زوی یې د قیامت په ورځ له اوره وژغوري که پرون له اوبو نه و ژغورل شوی.

بېشکه چې اور له اوبو ډېر سخت دی او د اخرت عذاب ډېر سخت دی،‌ ایا الله تعالی ژمنه ورسره نه وه کړې چې خپله کورنۍ وژغوري؟ بلې! د الله تعالی ژمنه حق ده.‌

غوښتل یې چې د الله تعالی په نزد د خپل زوی شفاعت وکړي.


لیکوال:‌ ابو الحسن علي الحسیني الندوي

ژباړن: هدایت‌الله همیم