څوک له وطن سره مینه لري؟ څوک غواړي د لوی بطرس پاچا په څېر شي؟ هغه پاچا چې له خپل هېواده د بېړۍ جوړولو د زده کړې لپاره ووت، له ډېرو نالیدلو څیزونو سره مخامخ شو، آیا پاچا به دا توان ولري چې ترکاڼ شي؟ او کله چې وطن ته ستون شي څه به کوي؟
لړلیک
- مقدمه
- لومړی څپرکی
- دویم څپرکی
- پاموړ
مقدمه
د کامل کیلاني په قلم
خوږه ماشومه:
دغه خوږه تمثیلي کیسه مې آن پنځلس کاله مخکې درته ژباړلې ـ یعنې ستا له زیږېدو دوه یا درې کاله وړاندې ـ بیا، مې پر اوږو د دنیا کارونه ډېر شول، غوښتل مې په ښه سینګار کې یې درته وړاندې کړم، چې زړه دې باغ باغ کړي.
له څو اونیو راهیسې یوه تمثیلي ټوټه رانه غواړې، دغه کیسه دې را په زړه کړه، خو زما هېره نه وه.
دا دي کیسه درته وړاندې کوم او یوه نوې ټولګه پرې پیلوم، چې ستا هیله پوره شي او ګټه ترې واخلې.
په دې ښکلې کیسه کې ته لوړ پندونه وینې، او ستا هوډ به د نیکونو په شان لوړ کړي، له خپل وطن سره به دې ډېره مینه پیدا شي.
۱۹۳۵ ـ مارچ ۱۵
لومړی څپرکی
(د اوسنۍ روسیې د بنسټګر لوی ”بطرس” منظره، چې د هالنډ یوه فابریکه کې د ترکاڼ په جامو کې ښکاري.)
بطرس: یو کال تېر شو، اوس زه باید دا ځای پرېږدم! له داسې مینې ډکې ملګرتیا لاس اخیستل رښتیا ګران دي، له دغه ساده قوم سره آشنا شوم، په تېره بیا زما ملګری میکائیل، هغه امانتداره ملګری چې بېلتون یې نه شم زغملی!
میکائیل: (د ننه): ښه راغلاست بطرسه! آه! لاهم دلته یې؟ بطرسه څه وایې؟ راته ووایه: اوسې دې له خپل ځان سره څه خبرې کولې؟ چې در نژدې کېدم ته له ځان سره لګیا وې! د کوم مهم کار په اړه دې سوچ په زوره شوی و؟
بطرس: خیرت دی ملګریه! یوازې د سفر په سوچ کې یم؛ وروره ته نه پوهېږې چې له دې هېواده باید کډه وکړم؟
میکائیل: آه! آیا پخپلو خبرو کې جدي یې؟! دا څه خېل خبر دی؟ نو توا ‘سرادم’ به پرېږدې؟ آیا ټوکه خو به نه کوې موږ پرېږدې؟ دا څه وایې؟ بطرسه چېرې روان یې؟
بطرس: خپل وطن ته، بلکې زموږ ټولو ټاټوبي ده، ته خو پوهېږې زه له روسیې راغلی یم، لکه څرنګه چې ته هم د هماغه ځای یې، غوښتل مې د بېړۍ جوړول زده کړم، او اوس له پوره یوه کال مسافرۍ وروسته ـ زما ملګریه ـ وطن ته د ستنېدو وخت رارسېدلی!
میکائیل: نو ارومرو باید ولاړ شې؟ آیا کومه چاره نشته چې خپل هوډ دې بدل کړې؟ زموږ ښوونکي ته به هم دا ګرانه شي چې ته زموږ ډله پرېږدې! هغه تا تل ستايي، ستا کار، اخلاق او رویه خوښوي، پر ټولو ملګرو تا غوره او نرم زړی ګڼي.
موږ ټولو ته یې ویلي چې ستا په شان شو او ستا په څېر خواریکښ او ښه سړي شو.
بطرس: دې ستاینې ډېر نېکبخته کړم! زما خوشحالي به یو پردوه شي چې ستاسې منځ کې په نېک نوم یاد شم! خو ښکاره او رښتیا راته ووایه: آیا رښتیا نه خوشحالېږئ چې زما په شان یو سیالي کوونکی ستاسې منځکې نه وي، او پر تاسو یې لاسبري ختمه شي؟
میکائیل: هېڅکه نه بطرسه، موږ ټول ستا د نېکو اخلاقو درناوی کوو، ستا خبرې مو خوښېږي. له تا به یې څه پټوم چې له زړه نه ستا په بېلتون خپه یم. او کله چې شاوخوا وګورم او تا ونه وینم، خپګان مې لا پسې ډېر شي…دا ورځې داسې راباندې تېرې شوې توا یوڅو ساعته وو، خو زړونو کې مو خوندور یادونه پاتې شول، زما ملګریه! ستا فراق ما ته د زغملو نه دی، نه پوهېږم په دې دردوونکي خبر څنګه صبر وکړم؟
بطرس: رښتیا هم ته زما د پټ احساس تعبیر کوې، نه پوهېږم تا څنګه یواځې پرېږدم؟ خو ولې خپل ژمن ملګری پرېږدم؟ راته ووایه، موږ ولې سره جلا کېږو؟ په دغه هېواد کې د څه لپاره پاتې کېږې؟ ولې له ما سره خپل وطن ته نه ستنېږې؟ آیا په وطن کې داسې څوک نشته چې ستا په ستنېدو خوشحاله شي؟ آیا د خاپوړو خپل وطن ته د تللو هوس نه لرې؟
میکائيل: دا ټولې هیلې مې په زړه کې غوټه شوې دي، زه د خپل ګران هېواد لیدو ته سخت تږی یم، د خپلې عمرخوړلې مور لیدل مې یوازېنۍ هیله ده، هغه هم زما ستنېدو ته شېبې شمېرې، زما کوزده هم زما په پردیسۍ خپه ده… خو د خدای کارونه دي، چې راګرځول یې هېڅ لار نه لري، هر تقدیر ته باید غاړه کېږو، خو لاهم له تا دا پوښتم چې: زما ګران ملګریه تا ولې زموږ د پرېښودو هوډکړی؟
بطرس: ځکه چې زما کارونه ډېر دي باید همدا اوس خپل هېواد ته ستون شم، خپل کارونه بابیزه نه شم ګڼلی، د هېواد خدمت پر هر نارینه فرض دی!
میکائیل: هو! خیرخواه خلک هم داسې وايي!

بطرس: بلکې د هر زړوړ زړه او پاک ضمیر لرونکی سړی داسې وايي، ټولې چارې د منطق او عقل پر تله تلي، ته هم داسې یې، ښکاري چې ته خپل وطن ته ستنېدو ته اړ نه یې، ګومان کوم اوس یې وخت نه دی راغلی.
خدای پامان ملګریه!
میکائیل: بطرسه صبر وکړه… له بېلون وړاندې غواړم یوه خبره درته وکړم.
بطرس: وایه.
میکائیل: له تا خپل پټراز نه پټوم.
بطرس: که په دغه پټ راز کې ستا زیان وي، مه یې راته وایه!
میکائیل: هېڅکله نه بطرسه، زما په خبرو کې داسې څه نشته، خو داسې څه پکې شته که چېرې خپل وطن ته ستون شم وېره لرم، زه په (مسکو) کې زیږېدلی یم…!
بطرس: ډېر ښه، په دې کې نو څه خبره ده، او دا هم کومه خبره نه ده چې مسکو کې زیږېدلی یې… آیا په دې کې کومه ګناه ده چې ترې ځورېږې، دا ستا تېروتنه نه ده ملګریه!
میکائیل: نه، همدا ما ته مهم دي بطرسه، ښه راته غوږ شه چې د خبرې په مغز پوی شې؛ د پوځیانو یو کنډک زما د مور له جونګړې سره دېره شو، یوه افسر له بده مرغه زه ولیدم، له ما یې وغوښتل چې د قیصر له امر سره سم عسکري وکړم…خبره نه اوږدوم، دغه افسر اړ کړم چې ټوپک پر اوږه کړم، او له دوی سره وګرځم، دوی اتیا کسان وو.
بطرس: لنډه دا چې ستا نوم د پوځیانو په حاضرۍ کې ثبت شوی…
میکائیل: غالب ګومان همدا دی چې دا کار به شوی وي…خو په اصلی حقیقت نه پوهېږم.
بطرس: دا خو رښتیا عجیبه ده، چې افسر دې نوم د قیصر پوځيانو کې ثبت کړی، نو دغه هېواد ته څرنګه راغلې؟
میکائیل: اوس زما په قضیه ته پوی شوې، زما پټ راز درته معلوم شو! خو قیصر یوه لویه تېروتنه وکړه؛ هغه دا چې زه یې عسکرۍ ته مجبور کړم، که درته ووایم دروغجن به نه یم چې: زه په عسکرۍ کې بریالی سړی نه یم، هڅه مې دا وه چې له دغه کار سره ځان اشنا کړم، خو بریالی نه شوم، او خپل ځان هېڅ جوړ پکې نه راته ښکارېده، ددې تېروتنې پایله دا شوه چې خپله بې وسه مور او خپله ښکلې کوزده (کاترین) هم پرېږدم، پر ځان مې ډېر کړاوونه او دردونه ومنل، دردوونکي ګوازرونه مې وزغمل، له غوسې د ډکو خبرو صبر مې وکړ….د دسمبر میاشتې په راتلو سره د ګهیځ په درو بجو د پیرې لپاره وغوښتل شوم، واورو د ځمکې مخ پوښلی و؛ په پښو وګرځېدم چې وینه مې په رګونو کې پرڼ نه شي… څو ساعته وروسته د پوځ له مقدمې نه نژدې پنځه میله لیرې تللی وم.
بطرس: ستا مطلب دا دی چې له عسکرۍ تښتېدلی یې؟
میکائیل: آیا دا له عسکرۍ تېښته ګڼل بولي؟ همدا خبره مې ډېر ځوروي! زما وېره دوه برابره ډېروي، او هېڅ تاب یې نه شم لرلی.
بطرس: زما خوږه ملګریه ـ آیا ته نه پوهېدې که چېرې یوڅوک ستا استوګنځي ته درغلی وای، ته به یې په مرمۍ وژلی وې؟
میکائیل: زما په ذهن کې هم دا راګرځېدل، خو وروسته مې هېر کړل، غوره مې دا وګڼله چې د پوځ له قرارګاه نه ځان ډېر لیرې کړم، همدا وو چې (سردام) ته ورسېدم…دا دی ـ لکه چې اوس مې وینې ـ په دې هېواد کې آرام او ډاډه یم. او اوس یوازې پر تا باور کولی شم، هرڅه درته وایم، نور څوک پوهېږي؟ شاید ته هم په یوه داسې وضعیت کې راګیر شوی وې لکه زه چې پکې ایسار وم…
بطرس: آیا ستا مطلب دا دی چې ګني زه هم له عسکرۍ تښتېدلی یم؟… ډېره سپکوونکې او بې منطقه خبره ده!
میکائیل: نه وروره! ما وبښه، هېڅکله مې نه غوښتل ته دې نارامه شې، تل په دې چورت کې یم چې ته هم ځینې پټ رازونه لرې بطرسه، که هرڅه وي، خپل هېواد ته له ستنېدو وروسته به له شک پرته ته زما پټ راز ساتې. همدا ته زما له راز نه خبر یې، که چېرې د پاچا کسان پوی شي او یا زما په اړه معلومات ولري، ارومرو به ما ختم کړي.
بطرس: قیصر به تر هغه ډېر ستا له کیسې نه خبرېږي لکه څومره چې اوس خبر دی، ګومان نه کوم چې خپل پټ راز دې د ډېر وخت لپاره وساتلی شې؛ ځکه له قیصر چې رازونه هرڅومره پټ وساتل شي دی یې په افشا کولو کې ځانګړی مهارت لري، هغه یو ډېر سخت زړی سړی دی! هغه له عسکرۍ د تښتېدونکو لپاره تر ټولو سخت او ظالم قانون جوړ کړی، هغه دا چې له پوځه تښتېدلي باید په مرمیو وویشتل شي، خو دا چې ته د عسکرۍ لپاره وړ کس نه یې، او اهلیت یې هم نه لرې، نو کومه خبره نه ده…
میکائیل: خبردار چې زما په مخ کې قیصر په بده ژبه یاد نه کړې…د هغه لپاره زما په زړه کې لوی درناوی دی، که ما ته د هغه د خدمت لپاره پوځ کې موقع رانه کړل شوه، نو د صنعت او کارکوونکي په توګه به یې ارومرو خدمت کوم… او له زړه نه به یې ملاتړ کوم، او د هغه د بریا لپاره به خپله هڅه ونه سپموم… زما ټول ځواک، روح او وړتیاوې د هغه په خدمت کې دي… زما پخواني ملګریه! ته مه غوسه کېږه ددغه لوی احساس پټ ساتلو توان مې نه درلود، له تا پرته مې هېچا ته هم خپل راز نه دی افشا کړی.
بطرس: ما ته هرڅه ووایه، زه به هېڅکه خیانت درسره ونه کړم… څوک پوهېږي؟ شاید راتلونکی زما خبرې ثابتې کړي، او زه هم تا ته خپل اخلاص او وفاداري وښیم!
دویم څپرکی
(په”مسکو” ښار کې د ”میکائیل” او د هغه د مور د جونګړې منظره).
د میکائيل مور: څه خبره ده میکائیله؟ آیا له دومره پردېسۍ وروسته دې بیا ژر دې کار ته مخه کړه؟
میکائیل: ستا ترڅنګ مې د پاتې کېدو چاره نشته مورې… په دې هېواد کې مې ډېر وخت تېر کړی او ډېر خطرونه مې ومنل... داسې احساس کوم چې هره شېبه زما ژوند په خطر کې دی… باید هېر نه کړې ـ که چېرې دته له دې خطر نه بچ نه شم او ژر هلته ستون نه شم ـ سردام کې به خپله هغه دنده له لاسه ورکړم چې موږ ټول یې په برکت ډوډۍ خورو…او که له کاره وشړل شم، په راتلونکي کې به مې ټولې هیلې په سیند لاهو شي، ته خو پوهېږې چې له عسکرۍ نه تښتېدلی یم، هغه هم داسې عسکري چې زه یې وړتیا نه لرم، او په زور پکې شامل کړای شوی وم، او اوس په نجارۍ کې مسلکي شوی یم، او په دغه آزاد کار کې کامیاب یم، زه به تر هغه د آرامۍ احساس ونه کړم چې سردام ته تاسې او کاترین راسره تللي نه یاست.
د میکائیل مور: کاشکي دا هیله پوره شوې وای، خو لاره یې څه ده؟ زه اوس ډېره کمزورې شوې یم، زړبودۍ له خوځېدو او تګ غورځولې یم، په دې عمر کې له خپل هېواد نه د وتلو تان نه لرم، خو فکر کوم ستا عاید په بل هېواد کې ستا د مېرمنې کاترین چاره کولی شي.

میکائيل: مورې په دې کې هېڅ شک نشته، همدا لامل دی چې د بېرته ستنېدو لپاره توتلی یم او خپله دنده له لاسه ورنه کړم، که هر څه وي، دلته د خطر احساس کوم، او داسې انګیرم که چېرې دلته له نن وروسته هم پاتې شم، ګني په لوی لاس ځان مرګ ته سپارم.
(دواړه د وره ټکولو غږ اوري.)
میکائیل: آه! پښې مې راپسې مړې شوې، د وره هرځل ټکول مې وېروي… مورې پټ مې کړه! ور ژر مه پرانیزه چې ځان پټ کړم…
(لوی بطرس ژر ننوځي.)
بطرس: زما پخوانیه ملګریه له پټنځي دې ژر راووځه.
له ما نه مه وېرېږه، له کړکۍ مې ولیدې! ملګریه راووځه له ما باید وېره ونه لرې!
میکائیل: بطرسه هرکله راشې… څه ګورم؟ ایا خوب خو نه وینم؟ ستا په لیدو مې خوشحالي دوه برابره شوه بطرسه… خو راته ووایه: ولې مسکو ته راغلی یې، چې دلته د بېړۍ جوړولو فابریکه هم نشته؟
بطرس: رښتیا وایې، خو آیا خبر یې چې په(بطرس/پیټرز) ښار کې کې فابریکه جوړه شوې ده؟ قیصر د (پیټرزبرګ) ښار جوړولو هوډ کړی، هغه یې په ودانولو کې جدي دي، ایا خبر نه وې؟
میکائیل: ویل کېږي چې قیصر اوس په (مسکو) کې دی؟
بطرس: هو، نن ګهیځ ـ تاسې چې اوسېږئ ـ په همدې سړک تېر شو.
میکائیل: ما هم داسې اورېدلي، خو ما ونه لید… حیران په دې یم چې ته ولې زما کور ته راغلی یې، زما کور دې څنګه پیدا کړ ملګریه؟
بطرس: دا کار خو ډېر اسانه و، د وره پر سر مې ستا د مور لیکل شوي نوم ته پام شو، چې ومې لوست او ماڼۍ ته ستون شوم، ته مې را په زړه شوې…
میکائیل: ماڼۍ!… کومه ماڼۍ یادوې؟
بطرس: هو! هو! زه د اوسېدو خپل ځای ته ماڼۍ وایم، همداسې ورسره عادت شوی یم، تل یې ماڼۍ بولم!
میکائیل: ته هم عجیب او غریب عادتونه لرې بطرسه!
بطرس: راځه لومړۍ خبرې ته راوګرځو… ما تا ته وویل کله چې زه… ماڼۍ ته راستون شوم، ذهن ته مې د خپل پخواني ملګري (میکائیل ستنمتز) د مور نوم (ستنمتز) راغی، همدا وو چې په دغو جامو کې راووتم.
میکائیل: ها! ها! د مشرانو او لویانو په جامو کې راوتلی یې! راته ووایه: دا قیمتي جامې دې له کومه کړې دي؟

بطرس: زما خبرې مه غوڅوه وروره!
میکائیل: د خپل پخواني ملګري په خطاب کې ستا دا لهجه ډېره تونده ده! خو ګناه ستا نه ده، زه ستا د ښه نیت په اړه باوري یم بطرسه، او په هر حال ستا منندوی یم.
بطرس: آه، میکائیله! په سردام کې مو څومره خوږې ورځې تېرې کړې، هغه وخت به مو لرګي اره کول، چې د اوړي په اوږدو ورځو کې بېړۍ جوړې کړو.
میکائیل: بطرسه د همدې هیلې پوره کېدل هغه وخت ډېر اسانه دي چې بېرته سردام ته راسره ستون شې.
که غواړې بېرته دواړه ستانه شو؟
بطرس: میکائیله خپل وطن ته دې څرنګه د ستنېدو جرأت وکړ؟
میکائیل: له مور نه مې د بېلتون تاب ونه لاره، زما کوزده (کاترین) هم زما راستنېدو ته بې صبره وه… آه! کاشکي بې وزله نه وای… خو د صبر مېوه خوږه وي، هیله لرم چې راتلونکی کال مې بخت یاري راسره وکړي… آه! کاشکي هیلې رښتیا کېدای، او سردام کې مو کار جوړ وای.
بطرس: زه اوس دا توان لرم که چېرې حکومت ته یو پټ راز افشا کړم، ډېرې پیسې به وګټم، او له عسکرۍ زما تښتېدلی ملګری په لاس ورکړم!
میکائیل: د خدای لپاره دا ډول ځوروونکې ټوکې مه راسره کوه، ما ته ستا ښه نیت معلوم دی، خو دا خبرې زما مور ځوروي… راځه ټوکې یوې خوا ته پرېږدو او لومړیو خبرو ته راوګرځو… ستا په لیدو ډېر خوشحاله شوم وروره، خو په هر حال زه اوس د مسکو پرېښودو ته اړ شوی یم، آیا ستا د پخوانیو ملګرو لپاره کوم پیغام استوې؟
(ور په زوره ټکول کېږي، میکائيل له کړکۍ بهر وکتل.)
میکائیل: آه! آه! بیا څه ټکه راولوېده! پوځیان تر کور راتاو دي، افسر یې په مخ کې روان دی! دا څه روان دي بطرسه؟ باید ځان پټ کړم، باید پر ما یې سترګې ونه لګېږي.
بطرس: ملګریه پر خپل ځای ودرېږه، وارخطا نه شې، دوی یوازې زما لپاره راغلي، دوی زما ملګري دي، هېڅوک به زیان درونه رسوي.
میکائیل: هرڅه چې ته وایې وروره… خو ایا نه پوهېږې چې یو پکې د هغه پخواني افسر په شان ښکاري، چې زه یې له کنډکه وتښتېدم؟
(افسر ننوځي.)
افسر: له پیټرزبرګ نه مې یو خطرنالیک راوړی چې ستاسې جلالتمآب اړوند کېږي.
میکائیل: تاسې جلالتمآب! بطرسه دا عجیب او غریب توري چې اورم رښتیا دي؟
افسر: سر ټیټ کړه، سرټیټ کړه سړیه… ایا پوهېږې له چا سره خبرې کوې… لوی بطرس ته د درناوي لپاره خپل سر ټیټ کړه، د لویې روسیې قیصر!
د میکائیل مور (سر ټیټ کړ): جلالتمآبه!! زما زوی وبښه، دی نه پوهېږي څه وايي!
میکائیل: دا ملنډې دي، چې بطرس یې پر موږ وهي مورې، ها! ها! ها! بطرسه دا ټوکه هم درسره ثبت کړه، ډېره خوندوره ده!
افسر: شریر انسانه ځان پوی کړه… صبر سم درته وګورم، ګومان کوم مخکې مې چېرې لیدلی یې، ها، ته له عسکرۍ تښتېدلی یې، پوځیانو دا ونیسئ!
میکائیل: دا څه وینم! زه نور ختم شوم، هلاک شوم، خدایه رحم وکړه! آه… بطرسه! ما وژغوره! ایا خپل پخوانی ملګری نه ژغورې؟
د میکائیل مور: آه! لږ رحم راباندې وکړه افسر صیب! زما بېچاره زوی ژوندی پرېږدئ!
افسر: نه، نه، دی د پرېښودو وړ نه دی، باید پوځي محکمه کې محاکمه شي، چې په مرمۍ د وژلو امر یې وکړي!
بطرس (د لیک له لوستلو سترګې پورته کوي او حاضرو کسانو ته ګوري): افسره دا پرېږده، ستا له دغه بندي سره زما کار دی!
افسر: د جلالتمآب د امر اطاعت کېږي!
میکائیل (یوې خوا ته کېږي): ورته وايي: جلالتمآبه، دا کوم ډول الفاظ او معما ده؟ آه! زما د سترګو په مخ کې اوس دا معما حل شوه… په هالنډکې مې یوه ګنګوسه واورېده، چې د روسیې قیصر له موږ سره یو کارکوونکی ګومارلی چې د بېړیو جوړول زده کړي! ایا دا ګنګوسه رښتیا ده؟ زما ګومان خو داسې رښتیا رښتیا راته ښکاري چې زما پخوانی ملګری اوس لوی امپراتور دی!

بطرس: اوس دې سد سر ته راغی او زما شان درته معلوم شو میکائیله.
میکائیل: هو باور کوم چې تاسو … (میکائیل د قیصر پښو کې دی).
بطرس: نه زما ګرانه ملګریه! پورته شه، مه وېرېږه… مورې ته هم جګه شه، ستا زوی بارون میکائیل اوس خوندي دی!
میکائیل (حیران او وارخطا): بارون میکائیل!
بطرس: هو، ته زما په کار یې، د پیټرزبرګ بېړۍ جوړونې د فابریکې مشر مې وټاکلې، باید دغه نوي ښار ته د سفر لپاره سر له اوسه چمتووالی ونیسې، سبا ته له خپلې مور او کوزدې بارون (کاترین) سره ولاړ شه… سمه ده!… له تا نه مننه نه غواړم ملګریه… باید ژر ډېر خطرناک اعمال ترسره کړم، که چېرې هغه نه وای ستا واده ته به زه پخپله راغلی وای… دا د پیسو همیانۍ ده، سبا ګهیځ به ستا د نوې دندې ګومارلو رسمي مکتوب واستوم…
ملګریه خدای پامان…!
میکائیل: آه… بطرسه! بطرسه! بښنه غواړم، غواړم یوڅه ووایم: ”تاسې جلالتمآب!، ستاسې جلالتمآب! ” آه! زه هک حیران یم، نه پوهېږم څنګه یې درته ووایم؟ او په کومه ژبه له تا مننه وکړم؟ … آه! زما جهالت او کم عقلۍ وبښه زما ملګریه بطرسه… آه! له شک پرته خوب وینم!
بطرس: ها! ها! تر بیا لیدو خدای پامان زما پخوانیه ملګریه… په راتلونکو ورځو کې به دې وګورم… ـ(کاترین) ته زما ګرم سلامونه ورسوه!
(بطرس وځي.)
میکائیل (افسر ته په ملنډو کې وايي): راته ووایه ای محترم افسر صیب، زما د محاکمې لپاره کله محکمه ناسته جوړوي؟
افسر: زما تېروتنه وبښه، بارون صیب زما بې ادبي معاف کړه، خو که د قیصر پروړاندې یا د هغو د لیدو زمینه درته برابره شوه، زما صفت وکړه!
میکائیل: کاترین چېرې یې! یو ډېر خوږ خوب درته وایم! موږ نېکبخته شوو، زما خوبونه رښتیا شول، څومره د خوشحالۍ خبره ده!
لیکوال: کامل کیلاني
ژباړن: هدایت الله همیم
پای
بله کیسه: (لوستونکی خر)
بله کیسه: (پر کباب مین والي)
بله کیسه: (بندي وزیر)