دیني کیسې

هندی بوډا

دا ددغو کیسو له لړۍ کې د هند، ددغه هېواد د آثارو او دودونو د پېژندلو په موخه یوه کیسه ده، چې د هندي بوډا په اړه کیسه راته کوي، نوموړی بنارس ښار ته پر لاره یو تږی او بندي پړانګ په یوه قفص کې مومي، کله یې چې پړانګ ویني، بوډا ته وايي که چېرې یې له بنده خلاص کړي، نو ده ته به هېڅ زیان ونه رسوي، خو بوډا (سارودانا) یې په خبرو تېروځي، پر بندي پړانګ یې زړه سوځېږي او قفص یې پرانیزي … نو آیا پړانګ به پر خپلې ژمنې ودرېږي او که به د بوډا نېکي هېره کړي؟


لړلیک

  • مقدمه
  • لومړی څپرکی
  • دویم څپرکی
  • درېیم څپرکی

مقدمه

(۱) خوږه ماشومه!

آیا تا هند لیدلی!

که چېرې دې هند نه وي لیدلی،‌ نو د هند له خلکو سره خو به مخامخ شوی یاست.‌ او یا به دې له خپلو ښوونکو ددغه پراخه هېواد په اړه څه اورېدلي وي، یا به دې د جغرافیې په کتابونو کې د هند او ددغه هېواد د عجائبو په اړه څه لوستي وي.

(۲) د هند حیوان

شاید پر هغه څه به پوی شوی یاست چې اورېدلي یا لوستي دې دي ـ هند ډېر زیات وګړي، ‌ښارونه،‌کلي غرونه،‌ سیندونه، او ځنګلونه لري. همداشان بې شمېره فیلان، پړانګان،‌ بیزوګانې او کربوړي لري، یو ښکر لرونکي حیوانات‌ او‌ ماران یې هم په ژوبڼونو کې تر سترګو کېږي.

(۳) د هند بوټي

د هند ونې او ټول نور بوټي له شمېر وتلي ډېر دي، یوه هم پکې د (هندي کوپرې) ونه او د سنډل لرګی دی: چې ښه بوی لري، او په شکل کې ساج لرګي ته ورته دي، دنګې دنګې او پېړې ونې لري.‌ دا تور لرګی ډېر کلک دی،‌ چې ویل کېږي له کلکوالي په خاوره کې هم نه خرابېږي. په هند کې د نیشکر،‌ چایو،‌ مالوچو ونې او بوټي هم دي، چې ډېر کلک پړې ترې جوړېږي.

(۴) بنارس ښار

په هند کې وګړي په ګڼو ژبو غږېږي،‌ بېلابېل دینونه لري، خو ترڅنګ یې ډېر جوماتونه، موزیمونه او ښکلي تاریخي ځایونه دي. ‌د هند بنارس ښار له ښکلو عبادتځایونو ګڼل کېږي.

دغه ښار ته د هند ډېری وګړي، چې ځانونه (هندوان) بولي، د تقدس په سترګه ګوري، دغه ښار ته ورځي او د (ګنګا) په یوه مشهور سیند کې لامبي. دغه ځای ته هرکال د هند له ګوټ‌ ګوټ‌ نه خلک ورځي،‌ داسې لکه مسلمانان چې (مکې مکرمې) ‌او یا (مدینې منورې) ‌ته د حج لپاره ورځي.

ځینې مسلمانان هم د (بنارس)‌ ښار لیدو ته ورځي،‌ ځکه چې هلته ډېر ښکلي تاریخي ځایونه او د دنیا عجائب پراته دي.

لومړی څپرکی

(۱) سادونا

ډېر پخوا د (سادونا) په نامه یو هندی بوډا و.‌ دی د هندیانو په منځ کې په ذکاوت او پاخه عقل مشهور شوی و.

بوډا سادونا بنارس ښار ته د ځینو خپلوانو د لیدو لپاره د سفر موزې پر پښو کړې.‌

(۲) بندي پړانګ

بوډا سادونا دغه ښار ته په نژدې کېدو و،‌ چې یو لوړ غږ یې واورېد،‌ لکه تالنده چې وي، بوډا پوی شو چې دا خو د یوه دردېدلي پړانګ غږ دی.‌

د غږ په لټه کې شو،‌ یو لوی اوسپنیز قفص یې ولید، چې یو غټ پړانګ پکې بندي دی.‌

(۳) د پړانګ هیله

کله چې پر بوډا د پړانګ سترګې ولګېدې،‌ له بنده د خوشي کولو غوښتنه یې ترې وکړه:‌ ”محترمه سپین ږیریه،‌ پر ما رحم وکړه او له دغه بند نه مې خلاص کړه،‌ زه په دې قفص کې ډېر کمزوری شوی یم! له تندې مې وجود وچ شوی، دا ژمنه درسره کوم،‌ له لږ اوبو څښلو وروسته بېرته قفص ته راستنېږم”.

(۴) د بوډا او پړانګ ترمنځ خبرې

بوډا سادونا وویل:‌ ”نه،‌ هېڅکله داسې کار نه شم کولی،‌ ځکه که زه دې خوشی کړم، نو په اصل کې ما خپل ځان د مرګ خولې ته ورکړ،‌ ته به لومړی پر ما حمله وکړې او وبه مې خورې.”

پړانګ ورته وویل:‌ ”ډاډمن اوسه مهربانه بوډا،‌ تا ته هېڅ ‌زیان نه رسوم،‌ او هېڅکله به تا ته ضرر ونه رسوم،‌ بلکې ستا ددغه نېک کار مقابل کې به له تا مننه وکړم او د خپل عمر تر پایه به یې هېر نه کړم،‌ هیله کوم پر ما رحم وکړه.”

دویم څپرکی

(‍۱) د احسان بدله

کله چې بوډا سادونا د پړانګ خبرې واورېدې،‌ ورباندې تېروت،‌ پر هغه یې زړه سوی وکړ؛  او د قفص دروازه یې ورته پرانیسته.‌ پړانګ له قفص نه په خوشحالۍ ووت او له خوښۍ یې نڅا پیل کړه.‌

پړانګ له قفص بهر سادونا ته وکتل او ورته ویې ویل:‌ ”اوس به ستا په خوړولو پیل وکړم،‌ بیا به اوبه وڅښم.”

بوډا هڅه وکړه چې مخه یې ونیسي، خو بریالی نه شو.‌

(۲) د بوډا هیله

کله چې نهیلی شو،‌ نو په خواره لهجه یې وویل:‌ ”هیله کوم تر هغو  زما په وژلو کې بیړه ونه کړې چې په لاره کې دې له شپږو مخلوقاتو سلامشوره نه وي غوښتې،‌ که چېرې دوی زما د خوړلو اجازه درکړه،‌ نو ته به تاوان ونه کړې.‌ او زه به هم په دې دنیا کې بې هیلې مړ شم”.

(۳) د اینځر ونه

پړانګ وویل:‌ ”ښه خبره دې وکړه،‌ ستا غوښتنه به پوره کړم،‌ راځه چې له لومړي مخلوق مشوره وغواړو.”

بیا دواړه روان شول،‌ او د اینځر ونې ته ورسېدل.‌ هندي بوډا ونې ته وویل:‌ ”د اینځر ونې! راته غوږ شه څه درته وایم،‌ او زموږ ترمنځ په عدالت پرېکړه وکړه.”

اینځر ونې ورته وویل:‌ ”له ما تاسو دواړه څه غواړئ؟ او په کومه قضیه کې ما درېیمګړې او قاضۍ ګڼئ.”

هندي بوډا ورته وویل:‌ ”دغه پړانګ له ما وغوښتل چې د اوبو څښلو لپاره یې له قفص نه راوباسم،‌ په دې شرط‌چې بېرته به خپل قفص ته ستنېږي، ژمنه یې راسره وکړه چې ما ته به زیان نه رسوي، خو کله مې چې خوشی کړ،‌ غوښتل یې ما وخوري،‌ آیا دا کار یې سم دی؟‌ او ته یې له دې کاره راضي یې؟”

(۴) لومړۍ مشوره

اینځر ونې ځواب ورکړ:‌‌ ”ډېری خلک ما ته راځي، او زما تر سیوري لاندې کېني؛ کله چې دمه جوړه کړي، نو څه کوي؟

دوی زما تاندې لښتې غوڅوي، او زما پاڼې غلا کوي، او زما مېوه لوټ کوي، او یو اینځر هم نه راپرېږدي؛ ځکه ما ښه ورسره کړي دي. دوی د اینځر له نورو ونو سره هم دا چم کوي.

زما مشوره دا ده چې پړانګ دې باید وخوري، ځکه چې ستا په څېر سړي په ښو نه پوهېږي.”

(۵)‌ د اوښ پرېکړه

بیا لږ نور مخکې ولاړل او اوښ په مخه ورغی.‌ هندي بوډا ورته وویل: ”ما ته غوږ شه،‌ او زموږ په قضیه کې پخپله خوښه پرېکړه وکړه”.

اوښ ورته وویل:‌ ”په کومه قضیه کې فیصله وکړم؟”.

هندي بوډا کیسه ورته وکړه،‌ بیا یې ورته وویل:‌ ”ښاغلی اوښ! آیا په دې حالت کې پړانګ ما خوړلی شي؟”.

اوښ ځواب ورکړ:‌‌ ”کله چې زه تنکی زلمی وم او په مټو کې مې زور هم و،‌ درانه بارونه به مې لېږدول،‌ زما څښتن به ډېره مینه راسره کوله او ښه به یې ساتلم،‌ او هرڅه به یې راباندې خوړل.‌ خو اوس چې کمزوری او عمر خوړلی شوم،‌ په بېرحمانه ډول مې وهي،‌ او له اندازې ډېر بار راباندې باوري،‌ او زما پخواني ښه نه وریادېږي.‌ زما نظر دا دی چې پړانګ دې باید وخوري سړیه.”

(۶) د غويي حکم

بوډا او پړانګ لږ نور مخته ولاړل.‌ د لارې پر سر له یوه پراته غويي سره مخامخ شول،‌ سادونا پخپله قضیه کې د هغه نظر ترې وپوښت.

کله چې غوایه کیسه واورېده،‌ ویې ویل:‌ ”کله چې زه خوسی وم،‌ څښتن به مې ډېر اخلاص راسره کاوه،‌ او ښه یې ساتلم،‌ خو اوس چې کمزوری شوی یم او د خوځېدو نه یم،‌ څښتن زما ټولې نېکۍ هېرې کړې دي، او دلته یې په دې ډاګ پرېښی یم،‌ له خپل څښتن او ټولو انسانانو مې کرکه راځي”.

زما نظر دا دی چې پړانګ دې باید وخوري؛ ‌ځکه چې تاسو انسانان ډېر سخت زړي،‌ متکبر، ظالمان او بې رحمه مخلوق یاست.”

(۷) د بوډا او پړانګ ترمنځ

دلته پړانګ ودرېد،‌ او له خولې یې ځګونه راووتل؛‌ بوډا پوی شو چې د پړانګ په ذهن کې څه ورګرځي،‌ پړانګ خپله ژبه رایستله او پر شونډو به یې تېروله،‌ بوډا د خپل ځان د هلاکت نښې ولیدې، خو پړانګ ورته وویل:‌ ”ملګریه د ټولو خبرې دې واورېدې، چې ټولو ستا پرضد پرېکړې وکړې،‌ یوه هم ته په ښه نوم یاد نه کړې.‌ ګومان نه کوم چې یوڅوک دې ستا شفاعت وکړي انسانه،‌ او یا دې ستا له تېر ایستونکي جنس نه راضي وي”.

سادونا ورته وویل: ”خو موږ پرېکړه کړې وه چې له شپږو مخلوقاتو سره به مشوره کوو،‌ موږ یوازې درې پوښتلي دي.”

(۸) د باز نظر

بیا دواړه پر لاره چوپې خولې روان شول،‌ او د هندي بوډا زړه کې اندېښنې په ډېرېدو شوې،‌ خو له مجبورۍ د پړانګ ترڅنګ روان و،‌ دواړو یو باز ولید،‌ هندي بوډا ورباندې غږ کړ:‌ ”دلته راشه‌ بازه، په اسمان کې لویه الوتونکیه، ‌له فضا نه ځمکې ته راکوز شه.‌ او زموږ په قضیه کې حکم وکړه.”

باز وویل: ”په کومه قضیه کې؟”.

بوډا خپله کیسه ورته وویله،‌ بیا یې ورته وویل:‌ ”آیا نو زما په وژلو کې ګټه شته؟”.

باز وویل:‌ ”خلک چې هرکله ما ویني، نو د ښکار کولو هڅه مې کوي، آن ځینې خلک پر تیږو ورخېژي چې زما بچیان له ځالې راوباسي. زما نظر دا دی چې ودې خوري؛ ځکه چې سړي سخت زړي دي، زړونو ته یې زړه سوی هېڅکله لار نه مومي.”

(۹) د تمساح نظر

بیا دواړه په لار کې له تمساح سره مخامخ شول چې تازه له اوبو راوتلی و،‌ هندي بوډا غږ ورباندې وکړ او خپله کیسه یې ورته تکرار کړه.‌ او په دې ټکو یې پای ته ورسوله:‌‌‌ ”ستا څه نظر دی او څه ډول حکم کوې؟”

تمساح وویل:‌ ”زه چې هرکله د اوبو سر ته راپورته شم،‌ نو خلک مې پسې اخلي، او له کوم دلیل پرته زما د وژلو هڅه کوي.”

زما نظر دا دی چې پړانګ دې باید وخوري،‌ ځکه تر هغو د ځمکې پر سر  انسانان ژوندي وي، موږ به هېڅکله هم آرام ونه کړو.”

درېیم څپرکی

(‍۱) ګیدړ

بوډا له ځان سره وویل:‌ ”له نن وروسته له هلاکت نه نور د ژغورل کېدو هیله نه لرم. ګومان نه کوم څوک دې زما په ګټه نظر ورکړي.”

خو هغه نهیلی شوی لا نه و،‌ او له پړانګ یې وغوښتل چې صبر وکړي او شپږمه مشوره هم واوري. پړانګ هم ورسره ومنله.‌

لږ مخکې چې ولاړل،‌ په لار کې ګیدړ په مخه ورغی،‌ هندي بوډا له پړانګ سره خپله کیسه ورته کړه،‌ بیا یې ورته وویل:‌ ”ښاغلیه،‌ آیا موږ کوم یو په حقه یو؟”

ګیدړ ورته وویل:‌ ”مخکې له دې چې د پېښې ځای پخپلو سترګو ونه وینم،‌ حکم نه شم کولی،‌ باید هغه ځای ووینم او بیا سوچ ورباندې وکړم،‌ چې په دې سره غواړم ستاسې ترمنځ عدالت وکړم.”

(۲) د ادعا تحقیق

پړانګ او هندی بوډا له ګیدړ سره یوځای بېرته د قفص ځای ته ستانه شول، کله چې ورسېدل، ګیدړ وویل:‌ ”هندي بوډا ! اوس راته ووایاست آیا ستاسې کیسه له دې ځایه پیل شوې ده؟”

هغه وویل:‌ ”هو.”

ګیدړ وویل:‌ ”نو هغه وخت دقیقاً ته چېرې ولاړې وې؟”

بوډا د قفص مخې ته ودرېد،‌ او وویل:‌ ”دلته قاضي صاحب!”

ګیدړ وویل:‌ ”نو هغه وخت پړانګ چېرې و؟”

پړانګ وویل:‌ ”زه په قفص کې وم”.

(۳) قفص ته ستنېدل

ګیدړ وویل:‌ ”ستا مقصد څه دی؟‌ په قفص کې څنګه ولاړ وې یا پروت؟‌ او کومې خوا ته دې کتل؟”

پړانګ وویل:‌ ”نو ولې؟‌ آیا زما په خبره پوی نه شوې؟”

بیا پړانګ قفص ته ننوت او ورته وویل:‌ ”دلته دا ډول ولاړ وم،‌ سر مې دلته و،‌ لکۍ مې هلته وه!”

ګیدړ وویل:‌ ”مننه ښاغلیه!”

بیا یې بوډا ته وکتل او ورته یې کړل‌:‌ ”ته راته ووایه چې ایا قفص بند و او که پرانیستی؟”

بوډا وویل:‌ ”بند و”.

ګیدړ بوډا ته وویل:‌ ”نو،‌ اوس د قفص ور بند کړه،‌ لکه مخکې چې و”.

کله چې هندي بوډا د قفص ور بند کړ،‌ ګیدړ پړانګ ته وکتل او وویل:‌ ”نمک حرامه وحشي حیوانه،‌ ته پخپله ژمنه وفا نه کوې،‌ او د نیکۍ مقابل کې ښه نه کوې،‌ تا ولې ددغه نېک عمله هندي بوډا د خوړلو هوډ‌ وکړ؟‌ حال دا چې له تا سره یې نیکي وکړه،‌ ته یې له بند نه خلاص کړې؟‌ آیا له قتل پرته له هغه سره د بلې نېکۍ چاره درسره نه وه؟‌ د عمر تر پایه پخپل قفص کې پاتې شه،‌ هېڅوک به دې نور له قفصه راونه باسي.”

بیا ګیدړ هندي ته وویل:‌ ”زما هندي نېک عمله ملګریه: نور دې خپله لاره وهه،‌ خو له هغه چا سره نېکي مه کوه چې وړ یې نه وي.! ”

هندي بوډا له ګیدړ مننه وکړه چې په ډېر حکمت او ځیرکتیا یې پړانګ بېرته قفص ته ستون کړ،‌ بیا دواړه په خوشحالۍ یوځای روان شول او هندی بوډا بنارس ښار ته ورسېد.


لیکوال: کامل کیلاني

ژباړن: هدایت الله همیم

پای

بله کیسه:‌ (لوستونکی خر)

بله کیسه: (پر کباب مین والي)

مخکنۍ لیکنه
ترکاڼ پاچا
بله لیکنه
نارادا

ځواب دلته پرېږدئ