خو یعقوب د یو انسان زړه درلود، زړه یې ډبره نه و.
یوسف یې ویادېده او غم یې بیا تازه شو، وویل: ﴿از زما غمه په یوسف﴾.
خپلو زامنو ملامت کړ او دوی ورته وویل: لا هم یوسف یادوې چې ځان هلاک کړې.
یعقوب وویل: ﴿بېشکه همدا خبره ده چې زه د خپل واړه او لوی غم شکایت الله ته کوم او زه د الله له جانبه په هغه څه پوهېږم چې تاسو پرې نه پوهېږئ﴾.
یعقوب پوهېده چې ناهیلي کفر دی او یعقوب له الله تعالی نه ډېر لوی امید درلود.
یعقوب خپل زامن مصر ته ولېږل چې یوسف او بنیامین ولټوي او په موندلو کې یې له خپله وسه هڅه وکړي.
یعقوب له دې منع کړل چې د الله تعالی له رحمت نه مایوسه نه شي، وروڼه مصر ته د درېیم ځل لپاره ولاړل.
دوی یوسف ته ورغلل خپل شکایت یې ورته وکړ، خپل فقر او مصیبت یې ورته یاد کړ او له هغه یې د مرستې غوښتنه وکړه.
دلته په یوسف کې غم او مینه دواړه راوټوکېدل او خپل ځان یې مهار نه شو کړای.
زما د پلار بچیان او د نبیانو زامن یوه پاچا ته د خپلې نستۍ او مصیبت شکایت کوي.
تر کله به له دوی دا هر څه پټ ساتم او تر کومه به د دوی دا حال ته ګورم او تر کومه به خپل پلار نه وینم؟
یوسف خپل ځان کنټرول نه شو کړای او دوی ته یې وویل:
﴿ایا تاسو په هغه فعل پوه یئ چې تاسو له یوسف او د هغه له ورور سره کړی و، کله چې تاسو ناپوهان وئ؟﴾
وروڼه پوهېدل چې دا پټ راز یوازې یوسف او موږ ته معلوم دی. نو پوه شول چې همدا یوسف دی.
سبحان الله! ایا یوسف ژوندی دی؟ ایا کوهي کې مړ نه شو؟
یا سلام! ایا یوسف د مصر عزیز دی؟
دی د ځمکې پر خزانې مقرر شوی؟
ایا همده موږ ته د غلې دانې راکولو امر وکړ؟
دوی ته هېڅ شک پاتې نه شو چې له هغه چا سره چې غږېږي یوسف بن یعقوب دی!
﴿هغوی وویل: ایا یقینا ته چې یې، په رښتیا ههم ته یوسف یې؟﴾
﴿هغه وویل: هم زه یوسف یم او دغه مې سکه ورور دی، یقیناً الله پر موږ احسان وکړ، بېشکه شان دا دی چې څوک تقوی اختیار کړي او صبر وکړي، نو بېشکه الله د نېکي کوونکو اجر نه ضایع کوي﴾.
﴿هغوی وویل: قسم په الله چې یقیناً په رښتیا الله ته پر موږ غوره کړی یې او بېشکه موږ خامخا خطا کار وو﴾.
یوسف دوی پر خپل کار ملامت نه کړل، بلکې وویل:
﴿الله تعالی دې تاسو وبښي او هغه تر ټولو زیات رکم کوونکی دی﴾.
لیکوال: ابو الحسن علي الحسیني الندوي
ژباړن: هدایتالله همیم