د عاد قوم پیاوړتیا پر نورو خلکو اوبال وګرځېده.
ځکه چې دوی پر الله ﷻ او پر اخرت اېمان نه درلود.
نو له څه به دوی له ظلم نه راګرځولي وی؟ دوی تر ځان هېڅوک پیاوړي نه ګڼل او نه له حساب او سزا وېرېدل.
دوی لکه د ځنګل وحشیان، لوی به پر کوچني ظلم کاوه، قوي به یې ضعیف خوړ.
کله به چې غوسه شول، د فیل په شان رمباړې به یې وهلې. کله به چې جنګېدل نور کروندې او هېڅ نسل یې ژوندی نه پرېښود.
کله به چې یوه کلي او سیمې ته ورغلل، هرڅه به یې پکې ویجاړ کړل، عزتمن به یې پکې بېعزته کړ.
کمزوري خلک به یېز له شره وېرېدل او له ظلم او سِتمه به یې تښتېدل.
د دوی قوت د نورو خلکو د ځور لامل و.
او همداسې هر هغه څوک دی چې له خدای ﷻ څخه نه وېرېږي او په اخرت باور نه لري.
لیکوال: ابو الحسن علي الحسیني الندوي
ژباړن: هدایتالله همیم