خو عاد پر دغو بېشمېره نعمتونو د الله ﷻ شکر ونه او د هغه توپان کیسه یې هېره شوې وه چې له خپلو پلرونو یې اورېدلې وه او پر ځمکه یې دوی اثار هم لیدلي وو.
او دا یې هېر شول چې الله ﷻ د نوح پر قوم توپان راوستلی و.
دوی د بوتانو عبادت کاوه لکه د نوح قوم چې د بوتانو عبادت کاوه.
دوی به پخپلو لاسونو له ډبرو بوتان توږل بیا به یې سجدې ورته کولې او عبادت به یې کاوه.
خپلې اړتیاوې او غوښتنې به یې ترې کول او د هغوی په نامه به یې ذبحې کولې.
د دوی عقلونو هم دوی د بوتانو له عبادته نه منع کول.
عقلونو یې دوی سمې لارې ته رانه وستل.
دوی په شمتنیو کې عقلمن وو، خو په دین کې کمعقله.
لیکوال: ابو الحسن علي الحسیني الندوي
ژباړن: هدایتالله همیم