دماغ (ماغزه) ۸۰٪ له اوبو جوړ دی او کله چې موږ کافي اوبه ونه څښو، د دماغ ځینو نسجونو کې غونجېدل رامنځ ته کېږي چې دا نېغ په نېغه د دماغ ځینې برخې او ادراکي فعالیتونه اغېزمنوي.

د دماغ د اړتیا وړ اوبو په اندازه کې یوازې ۱٪ کمښت د هغه د ادراکي فعالیتونو کې ۵٪ کمښت لامل کېږي.

د اوبو کمښت دماغ اړباسي چې د ادراکي دندو ترسره کولو لپاره دوه برابره زیاته هڅه وکړي. د بېلګې په توګه، یوې علمي څېړنې ښودلې چې په بدن کې د اوبو کمښت پر دماغ ډېر فشار راوړي، ځکه چې دا د فعالې دندې ترسره کولو لپاره د اکسیجن لرونکي وینې لوی مقدار ته اړتیا لري. دا حالت د دماغي حجرو د عادي فعالیت بیا رغونه ستونزمن کوي.

اوبه وڅښئ، اوبه وڅښئ!

ځان، ماشومان او مشران د اوبو په څښلو عادت کړئ.

🌹 تل روغ او خوشحاله اوسئ 🌹