له انځورونو دوی مجسمو ته ولېږدېدل.
د نېکانو ډېرې مجسمې یې جوړې کړې او پخپلو کورونو او جوماتونو (عبادتځایونو) کې یې کېښودې.
دوی د الله ﷻ عبادت کاوه او له هغه سره یې هېڅ شریک نه نیوه.
دوی پوهېدل چې دا د نېکانو مجسمې دي.
او دغه ډبرې دوی ته هېڅ ګټه او زیان نه رسوي او نه هم روزي ورکوي، خو دوی د تبرک لپاره ساتلې وې او درناوې یې ورته کاوه؛ ځکه چې مجسمې د نېکانو وې.
دغه مجسمې ډېرې شوې او درناوی هم ورته زیات شو.
کله به چې په دوی کې یو نېک سړی ومړ، نو دوی به یې مجسمه جوړه کړه او مجسمې ته به یې د هغه نوم ورکړ.
لیکوال: ابو الحسن علي الحسیني الندوي
ژباړن: هدایتالله همیم