د اختر ورځ راغله خلک خوشاله وو.
خلک د اختر لپاره راووتل ماشومان هم راووتل.
د ابراهیم پلار هم راووت ابراهیم ته یې وویل: له موږ سره نه وځې؟ ابراهیم ورته وویل: ناروغ یم!
خلک ولاړل او ابراهیم په کور کې پاتې شو.
ابراهیم بوتانو ته راغی او ورته ویې ویل: ایا خبرې نه کوئ؟ ایا نه اورئ؟
دا خواړه او څښاک! ایا نه یې خورئ؟ ایا نه یې څښئ؟
بوتان چوپ وو ځکه تیږې خو خبرې نه شي کولی.
ابراهیم وویل: “په تاسو څه شوي چې خبرې نه کوئ”؟.
بوتان چوپ وو او خبرې یې نه کولې. په دې وخت کې ابراهیم په غوسه شو او تبر یې راواخیست.
ابراهیم بوتان په تبر ووهل او مات یې کړل، خو ابراهیم لوی بوت پرېښود او په غاړه یې تبر ورکېښود.
لیکوال: ابو الحسن علي الحسیني الندوي
ژباړن: هدایتالله همیم
بله کیسه (دا کار چا وکړ؟)