ابراهیم هوډ وکړ چې خپل پلار ته هم دعوت وکړي، هغه ته یې وویل: “اې زما پلار جانه! ته ولې د هغه څیز عبادت کوې چې نه (څه) اوري او نه ویني”؟

او ولې د هغه څه عبادت کوې چې نه ګټه رسوي نه ضرر؟

“ای زما پلار جانه! د شیطان بندګي مه کوه”!

اې زما پلار جانه! د مهربان خدای عبادت وکړه!

د ابراهیم پلار په غوسه شو او ورته وویل: زه دې وهم، ‌ما پرېږده او نور څه ونه وایې.‌

ابراهیم ډېر حلیم و، خپل پلار ته یې وویل: “په تا دې سلام وي” او ورته وویل: زه له دې ځایه ځم او خپل رب رابولم.

ابراهیم ډېر افسوس وکړ او غوښتل یې بل هېواد ته ولاړ شي، هلته د خپل رب عبادت وکړي او خلک الله ﷻ ته وبولي.

لیکوال:‌ ابو الحسن علي الحسیني الندوي

ژباړن: هدایت‌الله همیم

بله کیسه (۱۲ – د مکې په لور)