دوی خپل پلار ته راستانه شول او کیسه یې ورته وکړه: له موږ سره مو ورور ولېږه، که نه نو د عزیز (مصر پاچا) په نزد زموږ خیر نشته.

له یعقوب یې وغوښتل چې بنیامین ورسره پرېږدي: ﴿موږ خامخا دده حفاظت کوونکي یو﴾.

یعقوب وویل: ﴿ایا زه تاسو په ده امینان کړم، خو په شان د هغه چې ما تاسو له دې نه مخکې دده په ورور امینان ګرځولي وئ﴾؟

ایا د یوسف کیسه مو هېره شوه؟ ایا بنیامین به داسې وساتئ لکه یوسف مو چې وساته؟!

﴿نو الله ډېر غوره ساتونکی دی او هغه تر ټولو ډېر رحم کوونکی دی﴾.

دوی خپل مال (پیسې) په خپل بار کې وموندې او خپل پلار ته یې وویل:

عزیز یو سخي سړی دی، زموږ مال یې بېرته راستون کړ او هېڅ بیه یې وانخیسته.

بنیامین راسره ولېږه چې د هغه حق هم واخلو.‌

یعقوب ورته وویل تر هغه یې نه درسره لېږم چې له خدای سره دا تعهد ونه کړئ چې بېرته به یې راستنوئ.‌

دوی له خدای سره ءمنه وکړه او یعقوب وویل: ﴿الله وکیل (او شاهد) دی په هغه څه چې موږ یې وایو﴾.

یعقوب خپلو زامنو ته وویل:‌ ﴿ای زما زامنو! تاسو (ټول) له یوې دروازې مه ننوځئ او له بېلو بېلو دروازو ورننوځئ﴾.‌


لیکوال:‌ ابو الحسن علي الحسیني الندوي

ژباړن: هدایت‌الله همیم