کله چې الله ﷻ وغوښتل او کفار یې ډوب کړل، اسمان خپلې اوبه درولې.

بېړۍ د جودي پر غره ودرېده ﴿او وویل شول: لرې والی دې وي‌ (له رحمت نه) د ظلم کوونکو خلکو لپاره﴾.

او وویل شول: ای نوحه! په سلامتۍ سره کوز شه.

نوح او د بېړۍ ملګري یې په سلامتۍ سره وچې ته کوز شول.‌

د نوح د قوم کافران هلاک شول، نه اسمان پرې وژړل او نه ځمکې.

او الله تعالی د نوح په ذریه کې برکت واچاوه او پر ځمکه خواره واره شول.‌

له دوی نه پرګنې او ولسونه جوړ شول، نبیان او پاچاهان پکې راغلل.

﴿په عالمونو کې دې په نوح سلام وي﴾.


لیکوال:‌ ابو الحسن علي الحسیني الندوي

ژباړن: هدایت‌الله همیم