﴿او نوح خپل رب ته اواز (سوال) وکړ، نو ویې وویل: ای زما ربه! بېشکه زما زوی زما له اهله دی او بېشکه هم ستا وعده حقه ده او ته تر ټولو ښه فیصله کوونکی یې﴾.
خو الله ﷻ نسب ته نه ګوري بلکې عملونو ته ګوري.
او الله ﷻد مشرکانو لپاره شفاعت نه مني.
مشرک د پیغمبر له اهله (خېله) نه دی که څه هم زوی یې وي.
الله تعالی نوح دې ته متوجه کړ او وویل: ﴿ویې ویل: ای نوحه! بېشکه هغه (ستا زوی) ستا له (مؤمن) اهله ځنې نه دی، بېشکه هغه (خاوند د) ناکاره عمل دی،نو له ما نه د هغه څیز سوال مه کوه چې تا ته د هغه په باره کې څه علم نه وي، بېشکه زه تا ته له دې نه نصیحت کوم چې ته شې له جاهلانو نه﴾.
نوح متوجه شو او الله تعالی ته یې توبه وایستله او وویل:
﴿از زما ربه! بېشکه زه په تا پورې پناه نیسم له دې نه چې له تا نه د هغه څه سوال وکړم چې ما ته د هغه په باره کې څه علم نه وي او که ته ما ته بخښنه ونه کړې او په ما رحم ونه کړې (نو) د تاوانیانو له ډلې به شم﴾.
لیکوال: ابو الحسن علي الحسیني الندوي
ژباړن: هدایتالله همیم