الله تعالی د نوح غوښتنه ومنله او ویې غوښتل چې د هغه قوم ډوب (غرق) کړي.

خو الله ﷻ دا ځکه وغوښتل چې نوح او مؤمنان وژغوري.

نوح د یوې لویې بېړۍ جوړولو امر وکړ.‌

نوح د یوې لویې بېړۍ جوړول پیل کړل.

د هغه قوم ته نو اوس د ملنډو سکالو (موضوع) پیدا شوه او مسخرې به یې پرې کولې.‌

ای نوحه! دا څه دي؟‌ له کله ترکاڼ (نجار) شوی یې؟

ایا موږ نه درته ویل چې له دې رذیلانو سره مه کښېنه؟

خو تا زموږ خبره وانه ورېده او له ترکاڼانو او پښانو (اهنګرانو) سره دې ناسته پاسته وه او اوس نجار شوې!

اې نوحه! دا بېړۍ به چېرې ځي؟ ستا ټول کارونه عجیب دي.

ایا دا بېړۍ به رېګ کې ځي که به پر غره خېژي؟

سمندر له دې ځایه ډېر لرې دی، ایا پېریان به یې هلته بوځي که غویان به یې کش کړي؟

نوح دا ټولې خبرې اورېدې او زغملې یې بلکې تر دې سختې یې اورېدلې خو صبر یې کاوه!.

خو نوح به کله کله خپل قوم ته ویل: ﴿که تاسو په موږ پورې مسخرې کوئ نو بېشکه موږ به هم په تاسو پورې مسخرې وکړو، لکه څنګه چې تاسو مسخرې کوئ﴾.


لیکوال:‌ ابو الحسن علي الحسیني الندوي

ژباړن: هدایت‌الله همیم