د عزیز ښځې له یوسف نه د بدکارۍ او خیانت مطالبه وکړه.
خو یوسف ډډه وکړه او وویل: هېڅکله نه.
زه له خپل بادار سره خیانت نه کوم، هغه له ما سره ښه کړي او زما کرامت یې کړی.
زه له خدایه وېرېږم.
د عزیز ښځه په غوسه شوه او خپل مېړه ته یې شکایت وکړ.
عزیز پوه و چې ښځه دروغجنه ده.
او پوهېده چې یوسف امین دی.
خپلې ښځې ته یې وویل: “بېشکه هم ته له خطاکارانو ځنې وې”.
یوسف په مصر کې په ښکلا مشهور شو، هرچا به چې ولید ویل به یې: “دا خو بشر نه دی، دا نه دی مګر ډېر عزتمن مَلَک”.
د ښځې غوسه لا زیاته شوه او یوسف ته یې وویل:
نو زندان ته به ځې!
یوسف وویل: ﴿زندان ما ته ډېر خوښ دی!﴾.
څو ورځې وروسته عزیز هوډ وکړ چې یوسف زندان ته واستوي.
او عزیز پوهېده چې یوسف بریء دی.
یوسف زنداني شو.
لیکوال: ابو الحسن علي الحسیني الندوي
ژباړن: هدایتالله همیم