یوه ډله په دې ځنګل کې تېرېده، مسافر په لار کې تږي شوي وو، د څا په لټه کې شول.
یو څا یې ولید، یو سړی یې ورواستاوه چې اوبه ترې راوړي.
سړی څا ته راغی او سلواغه (ډولچه) یې ورواچوله.
کله یې چې سلواغه (بوکه) راپورته کوله، ډېره درنه وه!
چې راویې ایستله په سلواغه کې ماشوم دی!
سړی حیران شو او چیغې یې کړه:
“ای زما خوشحالۍ! دا یو هلک دی”.
خلک ډېر زیات خوشحاله شول او هغه یې پټ کړ.
دوی مصر ته ورسېدل او په ښار کې یې واړول او نارې یې وهلې: دا ماشوم څوک اخلي؟ دا ماشوم څوک اخلي؟
عزیز یوسف په ډېرو کمو درهمو واخیست.
سوداګرو خرڅ کړ او یوسف یې نه پېژانده.
عزیز یوسف خپلې ماڼۍ ته بوت او خپلې ښځې ته یې وویل: د یوسف استوګنه عزتمنه ساته دا یو ډېر هوښیار هلک دی.
لیکوال: ابو الحسن علي الحسیني الندوي
ژباړن: هدایتالله همیم