خلک پر دې نظر وو چې ګنې د بوتانو عبادت حق دی او د بوتانو عبادت عاقلانه کار دی.
دوی پر دې اند وو هغه څنک چې د بوتانو عبادت نه کوي په ګمراهۍ او کمعقلۍ کې دی.
دوی ویل: زموږ پلرونو د بوتانو عبادت کړی نو دی یې ولې نه کوي؟
نوح پر دې باور و چې د بوتانو عبادت ګمراهي ده او د بوتانو عبادت کمعقلي ده.
نوح پر دې اند و چې پلرونه په ګمراهۍ او کمعقلۍ کې وو او ادم (د انسانانو پلار) د بوتانو عبادت نه کاوه، بلکې د الله ﷻ عبادت یې کاوه.
او قوم په ګمراهۍ او کمعقلۍ کې دی چې د ډبرو عبادت کوي او د هغه الله ﷻ عبادت نه کوي چې دوی یې پیدا کړي دي.
نوح خپل قوم ته په لوړ غږ وویل: ﴿تاسو لپاره له هغه نه سوا (بل) هېڅ برحق معبود نشته، بېشکه زه په تاسو د لویې ورځې له عذابه وېرېږم﴾.
﴿د هغه د قوم سردارانو وویل: بېشکه موږ تا لازماً په ښکاره ګمراهۍ کې وینو﴾.
﴿هغه وویل: ای زما قومه! په ما کې هېڅ ګمراهي نشته او لېکن زه د رب العلمین رسول یم. زه تاسو ته د خپل رب پیغامونه در رسوم او ستاسو خیرخواهي کوم او زه د االله له جانبه په هغه څه پوهېږم چې تاسو پرې نه پوهېږئ﴾.
لیکوال: ابو الحسن علي الحسیني الندوي
ژباړن: هدایتالله همیم