الله ﷻ وغوښتل چې عاد ته یو پیغمبر واستوي.

بېشکه الله ﷻ خپلو بندګانو ته په کفر راضي نه دی، بېشکه الله ﷻ پر ځمکه فساد نه خوښوي.

عاد له خوراک او څښاک، بې ګټې کارونو او کورونو جوړولو پرته په بل څه کې له خپلو عقلونو ګټه نه اخیسته.

د دوی عقلونه فاسد شوي وو؛ ځکه چې په دین کې یې ګټه نه ترې اخیسته، عاد په دنیا (مال) راټولولو کې هوښیار وو، خو په دین کې غبیان (کم‌عقل) وو، د ډبرو عبادت یې کاوه او هېڅ نه هوښیارېدل.‌

الله ﷻ وغوښتل چې دوی ته یو پیغمبر واستوي چې لارې ته یې سم کړي.

او الله ﷻ وغوښتل چې دا پیغمبر د دوی له منځه وي، دوی یې وپېژني او په خبره یې پوه شي.

دا پیغمبر هود و، د عاد په یوه شریفه کورنۍ کې زیږېدلی و، هوښیار او سم سړی و.


لیکوال:‌ ابو الحسن علي الحسیني الندوي

ژباړن: هدایت‌الله همیم