الله ﷻد نوح اولاده برکتي کړه او پر ځمکه یې خواره واره کړل.
له دوی څخه د عاد په نامه یو قوم و.
دوی پیاوړي ‘قوي’ سړي درلودل، مټور او غښتلي جسمونه یې لرل ته وا له اوسپنې جوړ شوي، دوی بر پر بل هر چا غالب وو او پر دوی هېڅوک نه لاسبري کېدل.
له هېچا نه وېرېدل، خو له دوی به هر څوک وېرېدل.
الله ﷻعاد قوم ته هرڅه ورکړل، د عاد اوښان او مېږې چې د هغه وخت تر ټولو لویه شتمني ګڼل کېده، په دښتو کې څرودل.
د عاد اسونه هم بېشمېره وو.
د عاد اولاده او بچیان هم زښت ډېر وو.
کله به چې د عاد اوښ یا مېږې څړځای ته ووتلې، یوه ښکلې منظره یې جوړوله.
کله به چې یې چې ګهیځ ماشومان له کورونو راووتل او لوبې به یې کولې، د خوشحالۍ فضا به خپره وه.
د عاد ځکه هم ډېره ښېرازه او زرغونه وه، ډېر بڼونه او چینې یې درلودې.
لیکوال: ابو الحسن علي الحسیني الندوي
ژباړن: هدایتالله همیم