د مصر پاچا یو ناشنا خوب ولید.

په خوب کې یې اوه چاغې غواوې ولیدې.

اوه ډنګرې غواګانې دغه چاغې غواوې خوري.

او پاچا اوه شنه وږي او نور وچ (اوه وږي) په خوب کې ولیدل.‌

پاچا د دې ناشنا خوب په لیدو هک پک شو او له خپلو درباریانو یې د دې خوب د تعبیر په اړه وپوښتل.‌

دوی وویل: دا هېڅ هم نه دي، ویده ډېر داسې شیان په خوب کې ویني چې حقیقت نه لري.

خو ساقي وویل: نه، بلکې زه به ددې خوب تعبیر درته ووایم.‌ ساقي زندان ته ولاړ او له یوسف یې د پاچا د خوب د تعبیر په باب وپوښتل.‌

یوسف د الله پر مخلوق یو سخاوتمن، کریم او سړه‌سواند سړی و، نو د خوب تعبیر یې ورته ووایه.

یوسف یو سخي سړی و چې بخل یې نه پېژانده.

یوسف د خوب تعبیر ورته ووایه او د تدبیر لار یې هم وروښوده.

وویل: تاسو به اوه کاله پرله پسې په دېر کوشش کر کوئ، نو څه چې تاسو ورېبئ هغه (غله) په خپل وږي کې پرېږدئ،‌خو لږ له هغو نه چې تاسو یې خورئ.

او بیا به یو کال ډېره وچکالي وي او تاسو به پکې زېرمه کړې غله خورئ، مګر لږ.‌

دا قحطي به اوه کاله دوام وکړي.

بیا به د اوبو پرېماني شي او ښېرازي به راشي.

ساقي ولاړ او پاچا ته یې د هغه د خوب تعبیر ووایه.‌


لیکوال:‌ ابو الحسن علي الحسیني الندوي

ژباړن: هدایت‌الله همیم