نارادا د یوه کوچني زړور او ځیرک ماشوم کیسه ده، تره یې (خَوَند) نومېږي، چې د یوه هندي ښار واکمن دی. کیسه له یوه یږ او شر خوښوونکو ساحرانو (هان) او مان) پیلېږي، چې د ښار کلابندول غواړي.
لړلیک
۱ـ لمسی او نیا یې
۲ـ ”نارادا” له ملګرو سره
۳ـ تېر ایستونکی چل
۴ـ د ساحرانو غچ
۵ـ د دښمن مقاومت
۶ـ ”نارادا” په ځنګل کې
۷ـ د غوزانو له ونې لاندې
۸ـ د ییږ خبرې
۹ـ د ”ارزانا” برخلیک
۱۰ـ د ”لالا” تښتول
۱۱ـ د ملا لارښوونه
۱۲ـ سحري غشي
۱۳ـ د ”هان او ”مان” خبرې
۱۴ـ د ساحرانو برخلیک
۱۵ـ د ”لالا” ژغورل
۱۶ـ د اتلولۍ لمانځل
لومړی څپرکی
لمسی او نیا یې

په هند کې د ”نارادا” په نوم یو کوچنی، ځیرک او زړور ماشوم و.
د ”ساکنتالا” په نامه یوه نېکه او بوډۍ هم په هند کې اوسېده.
”نارادا” د ”ساکنتالا” لمسی و … د نارادا مور ”دینا” د هغه د پلار ”برګولا” له مړینې وروسته وفات شوه، خو نارادا یتیم پاتې شو.
نیا ”ساکنتالا” د لور له خوا له خپل لمسي نارادا سره ډېره مینه لرله. د هغه روزنه، پالنه او زده کړه یې پرغاړه واخیسته.
نارادا ډېر زړور او خوږژبی هلک و، له خپلو ملګرو سره یې جوړه وه او له هر یوه سره به یې ښه رویه کوله. که څه هم دی ښکلی نه و، خو نفس او خوی یې ښکلی و.
دویم څپرکی
‘نارادا’ له ملګرو سره

د نارادا ملګرو هم له ده سره مینه لرله، د هغه په لیدو به خوشحاله کېدل، او له ملګرتیا او خبرو یې هېڅ وخت نه ستړې کېدل. دده زړورتیا ته حیران وو، خو ځوانمردي یې هم ورته معلومه وه، هروخت به چې مرستې ته اړ شول نو ده ته به یې مراجعه کوله.
یو ګهیځ د نارادا ملګري د هغه کور ته ورغلل، او په لوړ غږ یې په هغه غږ وکړ.
نارادا یې تود هرکلی وکړ، او دوی ته یې وویل: ”هرکله راشئ ملګرو!”. د نارادا ملګرو له هغه وغوښتل چې سم لاسي د یوه مهم کار لپاره بهر ته ورسره ووځي. د نارادا ملګرو هغه ته وویل: ”یوځای به ځنګل ته ولاړ شو، هلته یو یږ هرځای لاندې کړی دی!”.
نارادا ورته وویل: ”دغه ییږ له موږ څه غواړي؟ راځئ چې ورشو.”
درېیم څپرکی
تېر ایستونکی چل

نن ګهیځ یو لوی یږ ځنګل ته راغلی، هرځای منډې وهي!…
لوی یږ غواړي ددغهآرام ښار پر نژدې ځنګل واکمني وکړي.
‘هان’ او ‘مان’ دوه ډېر خبیث ساحران دي، همدوی دواړو دا تېر ایستونکی چل جوړ کړی دی.
دغه ساحران ددغه آرام ښار کلابندي غواړي، او غواړي چې وګړي یې له لوږې مړه شي.
دوی دغه لوی یږ راستولی، چې د ښار د ښیرازۍ سرچینه یعنې دغه ځنګل ونیسي.
دغه ساحران غواړي په دې چل سره د ښار له واکمن ‘خَوَند’ غچ واخلي. خوند د نارادا تره دی، چې ډېره زیاته مینه ورسره لري… ساحران له کرکجن پاچا خوند ډېره کرکه لري.
څلورم څپرکی
د ساحرانو غچ

نارادا په دغه تریخ حقیقت تر هغو پورې نه شې پوهېدلی، چې له خپلو ملګرو سره له ځنګل نه راستون نه شې. نیا یې ورته وویل چې ځنګل کې یې یو ییږ ولید، ده وپوښتل: «موږ څه وکړو نیاجانې؟».
نیا: خپل لمسي ته وویل: »حقیقت به درته ووایم. ستا پلار (برجولا) د هندي پوځ یو قومندان و، چې (هان) او (مان) ساحران به ترې وېرېدل. دغو ساحرانو ستا د پلار په ژوند کې زموږ پر ګران ښار بریدونه نه شوای کولی.
خو کله چې ستا پلار وفات شو، له ساحرانو سره د تېر ایستونکي غچ اخیستو تمه پیدا شوه. ساحرانو دسیسه جوړه کړه، او ځنګل ته یې نن ګهیځ ییږ واستاوه، چې ځنګل آزاد کړي، او زموږ ښار محاصره کړه، او زموږ د ځمکو ټولې مېوې وخوري…!».
پنځم څپرکی
ددښمن مقاومت

نارادا خپلې نیا ته وویل: “باید له دغه شریر ییږ نه ځانونه خلاص کړو». ما د جګړې چلونه زده کړي، او د غشي په ویشتلو کې ځانګړی مهارت لرم، او زړور هم یم“.
نیا یې ورته وویل: “ستا پلار هم ستا د ماشومتوب په وخت کې تا ته حیران و، پلار به دې داسې انګیرله چې زوی یې ډېر زړور دی، او ستا د روښانه راتلونکي او لویې بریا خوبونه یې لیدل”.
پلار به دې ویل: زما دغه زوی به د وطن په پوځکې یو لوی مشر کېږي!.
نارادا له خپلې نیا وغوښتل چې غشي ورته چمتو کړي. نارادا وویل: “ییږ به ختموم او خپل هېواد به ساتم، لکه زما پلار چې ساتلی!”.
د نارادا واکمن تره (خَوَند) ته ډېر وهڅاوه، چې خپله هیله ترسره کړي.
شپږم څپرکی
نارادا په ځنګل کې

نارادا غشی په لاس کې ځنګل ته ننوت؛ چې له بریدګر ییږ سره مخامخ شي. (ارزانا) ییږ د ځنګل له بل سر نه یو راتلونکی ماشوم ولید. خو د نارادا په مخ کې یې د وېرې نښې ونه لیدې.
ییږ له خپل ځانه سره په حیرانتیا سره وویل: “دغه ماشوم ولې خپل ځان په لوی لاس د هلاکت کندې ته اچوي؟! ځنګل ته ولې یوازې راغلی او هېڅ وېره نه لري؟ آیا دا ماشوم نه پوهېږي چې زه یې په یوه شېبه کې له منځه وړلی شم؟ ییږ ته نارادا اتل او زړور ماشوم نه وو معلوم. دی نه پوهېده چې دغه کوچنی ماشوم له ډېرو لویانو زیات شجاعت لري!
اووم څپرکی
د غوزانو له ونې لاندې

نارادا پخپل قوت او جرأت په دسیسه جوړولو کې وتلی و، ډېر ځیرک هلک و. یو حکیمانه پلان یې جوړ کړ، چې په ځنګل کې پر دغه شرپسند ییږ لاسبری شي.
د غوزانو له ونې لاندې کښېناست، له ونې رالوېدلي غوزان یې ماتول. ییږ حیران شو چې ماشوم له ونې لاندې په آرام زړه غوزان ماتوي او د ییږ په راتګ هېڅ باک نه راوړي…!
ییږ له ځانه سره وویل: “دغه ماشوم څرنګه جرأت وکړ چې د ځنګل ونو ته راشي؟!
هغه ته چا د غوزانو له ونې لاندې د کښېناستو اجازه ورکړې وه؛ چې مېوه یې وخوري، حال دا چې زه د ځنګل ساتونکی یم؟!
دغه ماشوم په لوی لاس ځان د مرګ خولې ته ورکړی، هغه ته به تر ټولو سخته سزا ورکوم!”.
اتم څپرکی
د ییږ خبرې

ییږ نارادا ته وروـ ورو ورلنډېده. داسې ګومان یې کاوه چې ګني ماشوم د تېښتې لار لټوي.
خو نارادا له ونې لاندې پر خپل ځای ولاړ و، نه خوځېده او نه یې هم وېره پر مخ ښکارېده!
ییږ وویل: “ای کوچنیه، ولې پر خپل ځای ولاړ یې، ولې نه تښتې؟!“.
نارادا وویل:“ولې وتښتم؟ زه ولې له تا ووېرېږم؟!“
ییږ وویل: “ته یو کمزوری انسان یې، له ما لیرې شه، چې زما په لاس دې ژوند ختم نه شي.“
ناردا وویل: “ته کمزوری یې زه نه یم کمزوری، خپل زور دې وازمایه، تجربه غوره دلیل دی.“
پخوانیو څه ښه ویلي: “آزموینه کې سړی یا تقدیرېږي یا لوېږي“.
نهم څپرکی
د ”ارزانا” برخلیک

ارزانا یږ پوی شو چې نارادا په کوچني ځان د هغه له بریده ترهه نه لري.
له ځان سره یې وویل: ”آیا دا عقل مني چې دغه زلمی دې له ما قوي وي؟!”
نارادا وویل: ”که مې ته ووېرولې، نو رښتیا هم له تا قوي یم!”
یږ په داسې حال کې چې هغه ته یې په لاسونو اشارې کولې وویل: ”په کوم شجاعت ما وېروې کوچنیه؟”
نارادا د ونې له ښاخه پرې ورټوپ کړ او د سترګو په رپ کې یې غشی پرې وویشت، غشی د یږ په ستوني ولېګد او ځای پرځای یې دمه وخته! نارادا په ځنګل کې په لوږ غږ چیغې کړې: ”شریر یږ مې وواژه… ! ومې واژه! ”
د نارادا ملګرو دا غږ واورېد… هغوی راغلل او یږ یې پر ځمکه مړ ولید.
دوی ښار ته ستانه خوشحاله ستانه شول او خلکو ته یې زېری ورکاوه چې نارادا یږ وواژه او خپل وطن یې وساته.
لس څپرکی
د ”لالا” تښتول

نارادا په ځنګل کې لږ وخت تم شو، بیا ښار ته ستون شو.
په لار یو کارغه ولید چې وزر یې ښورول، او شاوخوا یې چورلېده.
کارغه په هوا کې ودرېد او نارادا ته یې وویل: ” هان او مان ساحرانو ستا له تره نه غچ واخیست، ځکه چې تا یږ وواژه”.
خبیثو ساحرانو ستا د تره لور”لالا” د خپل پلار ”خوند” له کوره وتښتوله.
د ښار واکمن او ستا تره نه پوهېږي، چې خوږه لور ”لالا” یې چېرې ده؟!”
ددې خبر په اورېدو د نارادا پر زړه غڼې ګډې شوې.
نارادا ټینګ هوډ وکړ چې دغه خبیث ساحران به ارومرو وژني او د تره تښتول شوې لور به ژغوري.
یوولسم څپرکی
د ملا لارښوونه

نارادا خپله لاره ونیوه، او د سوچونو په نړۍ کې ډوب شو، اوس به څه کوي؟
د لارې په اوږدو کې ناڅاپي له یوه اوږد ږیري ملا سره مامخ شو، چې تر ونې لاندې د خپلې جونګړې په وره کې ناست و.
دا له ښاره وتلی یو نېک سپین ږیری او ملا و، او خپل ټول وخت یې همدلته له ښاره لیرې تېر کړی.
ددغه سړي نوم ”داشا” و، خو خلکو به نېک ملا باله، دلته په آرام ذهن د عبادت لپاره ګوښه شوی و.
دغه سړي پخپل عمر له عبادت پرته نور کارونه نه کول، بوډا پوهېده چې نارادا په ځنګل کې یږ وژلی، هغه ته یې د زړورتیا له کبله مبارکي ورکړه.
دوولسم څپرکی
سحري غشي

نارادا له دغه زړه سواندي بوډا مننه وکړه، او هغه ته یې په ټینګ هوډ سره وویل: ”د یږ په څېر به ساحران هم ووژنم، او د تره لور به مې راخلاصه کړم… ! ”
داشا چې د زلمي دا خبرې واورېدې، مسکی شو او هغه ته یې وویل: ”بچیه، آیا په یوازې ځان به ته دا خبیث ساحران څرنګه ووژنې؟”
نارادا خپل هغه غشی او لیندۍ وروښودل، چې نیا یې ورته جوړ کړي وو او ورته وویل: ”دا زما لیندۍ او غشی دي، د دغو خبیثو ساحرانو د وژلو لپاره کفایت کوي!”.
ملا وویل: ”بچیه، ستا دغه غشی دوه ساحران نه شي وژلی. له ما سره سحري غشي دي، چې هېڅکله خطا نه ځي، تا ته یې درکوم”.
دیارلسم څپرکی
د ”هان او ”مان” خبرې

نارادا له بوډا مننه وکړه، د هغه غشي یې ورسره واخیستل او د ساحرانو په لټون پسې ولاړ.
نارادا ته په مخه دوه کسان ورغلل، چې یوه او بل ته په ډېر غور خبرې کوي.
دی چې ورنژدې شو، د یوې نژدې دنګې ونې شا ته یې ځان غلی کړ، او د دوی خبرو ته ځیر شو. ددوی له خبرو پوی شو چې همدا خبیث شاعران ”هان” او ”مان” دي.
”هان” ساحر خپل ملګري ساحر ”مان” ته وویل: ”نارادا زلمی پر ”ارزانا” یږ برلاس شو. باید ټینګ غچ ترې واخلو”.
”مان” ساحر هم خپل سر وخوځاوه، او خپل ملګري ساحر ته یې په مات زړه وویل: ”موږ ګومان کاوه چې د پلار ”برجولا” په مړینه به هوسا شو، خو زوی یې تر هغه هم ډېر زړور وخوت!”.
څوارلسم څپرکی
د ساحرانو برخلیک

نارادا د ساحرانو تر شا په پښه نیولی روان و، د لارې په اوږدو کې هېڅ ساحر پوی نه و، چې شا ته یې ”نارادا” زلمی روان دی. لږ وروسته، نارادا ساحرانو ته ورنژدې شو، او خپل ”سحري غشي” یې ورته برابر کړل.
لومړی غشی یې له لیندۍ ورخوشی کړ او ”هان” ساحر یې په ملا پرې وویشت!
دویم غشی یې له ځنډ پرته د ”مان” ساحر په ملا کې ورننویست…!
دواړه خبیث ساحران پر ځکمه راولوېدل، او بیا یې سر راپورته نه کړ.
نارادا ډېر زیات خوشحاله شو؛ ځکه چې له دغو مضرو ساحرانو یې ځان خلاص کړ.
بیا ددغو ساحرانو لویې ماڼۍ ته ورغی، چې د تره تښتول شوې لور یې ومومي.
پنځلسم څپرکی
د ”لالا” ژغورل

نارادا لویې ماڼۍ ته ورسېد، او په خونو کې یې د ”لالا” لټون پیل کړ. له دقیقې پلټنې وروسته یې ”لالا” د ماڼۍ په یوه لیرې خونه کې ومونده.
د ”لالا” پښې او لاسونه په اوسپنیزو ځنځیرونو تړلي وو، ربړېدلې څېرې یې د نارادا زړه نری کړ.
نارادا یې پښې او لاسونه خلاص کړل، ”لالا” هم مننه ترې وکړه: ”د تره زویه! له دې ماڼۍ باید ژر وتښتو، او له شر نه ځانونه خلاص کړو”.
نارادا د سر په خوځولو ډاډ ورکړ او ورته یې کړل: ”له نن وروسته مه وېرېږه د تره لورې. یږ مې وواژه، ساحران مې هم له منځه یووړل. اوس ځنګل موږ ته یو خوندي ځای وګرځېد”.
شپاړسم څپرکی
د اتلولۍ لمانځل

نارادا د خپل تره لور ”لالا” ژر د هغې پلار ”خَوَند” ته بوتله. واکمن خوند د خپلې لور ”لالا” په ژغورل کېدو زښت ډېر خوشحاله شو، او د وراره ”نارادا” په ستنېدو یې دا خوشحالي دوه برابره شوه.
نارادا خپل تره ته د خبیثو ساحرانو د ختمولو کیسه وکړه.
تره یې ورته وویل: ”د ځنګله په شریر یږ هم ستا د بریا له کیسې خبر شوم”.
خَوَند خپل وراره ”نارادا” د هغه د اتلولۍ په مقابل کې د ځنګل ساتلو لپاره د پوځ مشر وټاکه. خپل لور ”لالا” یې د هغه د ځوانمردۍ په مقابل کې ورته په نکاح کړه.
نارادا د ساحرانو لویه ماڼۍ له خپلې مېرمنې ”لالا” سره د اوسېدو ځای غوره کړ.
د هېواد په لروبر کې خلکو د نارادا د اتلولۍ کیسې واورېدې، چې له دښمنانو یې خپل هېواد او خلک وژغورل…!
لیکوال: کامل کیلاني
ژباړن: هدایت الله همیم
پای
بله کیسه: (بندي وزیر)