یوسف کوچنی ماشوم و، یوولس وروڼه یې لرل. یوسف ډېر ښایسته ماشوم و، یوسف ډېر هوښیار او ذکي هلک و، په پلار یې یعقوب تر نورو ټولو وروڼو ډېر ګران و .
یوه شپه یوسف یو عجیب خوب ولید.
یوولس ستوري او لمر او سپوږمۍ یې په خوب کې ولید، چې هر یوه ده ته سجده کوله.
کوچنی یوسف ډېر زیات حیران شو! او د خوب په تعبیر پوه نه و، څنګه یوه سړي ته ستوري او لمر او سپوږمۍ سجده کوي؟ کوچنی یوسف خپل پلار یعقوب ته ورغی او دغه عجیب خوب یې ورته ووایه.
“ای زما پلار جانه! بېشکه ما (په خوب کې) یوولس ستوري او لمر او سپوږمۍ ولیدل، ما دوی ولیدل چې ما ته سجده کوونکي وو”.
پلار یې یعقوب نبي و.
یعقوب په دې خوب ډېر زیات خوشال شو.
او ورته وویل، الله ﷻ پر تا برکت نازل کړی یوسفه، دا به دا ته لومړ مقام وي.
دا خوب د پوهې او نبوت زېری دی.
الله ﷻ ستا پر نیکه اسحق هم انعام کړی و او ستا پر نیکه ابراهیم یې هم انعام کړی و.
او پر تا یې انعام وکړ او د یعقوب پر اولاد یې انعام وکړ.
یعقوب ډېر بوډا شوی و او د خلکو په طبیعتونو پوهېده.
دی پوهېده چې څنګه شیطان غلبه کوي او شیطان څنګه پر انسان لوبې کوي.
ورته وویل: زما زویه! دا خوب دې خپل هېڅ ورور ته مه وایه دوی به کینه درسره وکړي او ستا دوښمنان به شي.
لیکوال: ابو الحسن علي الحسیني الندوي
ژباړن: هدایتالله همیم