دين

د عثمان بن عفان (رضي الله عنه) بانکي اکونټ!

د نبوي جومات څنګ ته د عثمان بن عفان (رضي الله عنه) د هوټل کیسه؛

ایا هلته د عثمان (رضي الله عنه) وارثان شته چې دا هوټل یې د هغه په نامه کړی؟‌!

د هغه (رضي الله عنه) په نامه بانکي اکونټ چا جوړ کړی او ګټه یې چېرې ځي؟!

دا ټول په دې لاندې مطلب کې لوستلی شئ

له هجرت وروسته او د مسلمانانو د شمېر په ډېرېدو اوبو ته د خلکو اړتیاوې ډېرې شوې. (رومه) کوهی له لویو څاګانو ګڼل کېده چې د مدینې منورې د اوبو د اصلي سرچینې په توګه هم ګټه ترې اخیستل کېده، خو دا کوهی د یوه یهودي ملکیت و، هغه به یې اوبه خرڅولې.

کله چې عثمان بن عفان (رضي الله عنه) یې په کیسه خبر شو، یهودي ته ورغی او ورته وویل چې غواړي له دا څا ترې وپېري، خو یهودي انکار وکړ، عثمان بن عفان (رضي الله عنه) د نیمايي څا د پېرلو وړاندیز ورته وکړ، یوه ورځ به دده وي او بله د یهودي،‌ یهودي هم په دې نیت هوکړه ورسره وکړه چې عثمان یو سوداګر دی او د اوبو بیه به ورو-ورو پرې جګوي او ګټه وټه به یې په ډېرېدا شي.

خو ددې برعکس پېښ شول، د اوبو تقاضا کمه شوه او څا وچېدو ته نژدې شو. یهودی هم حیران او د لامل په لټه کې یې شو، اخر یې ومونده چې عثمان د خپل نوبت ورځ د خدای لپاره ګرځولې او خلک وړیا اوبه ترې وړي.

خلکو یوازې د عثمان د نوبت په ورځ اوبه ترې وړلې او د یهودي د نوبت په ورځ هېڅوک نه ورتلل، یهودی پو شو چې تاوان یې وکا، عثمان ته ورغی او ورته وویل چې ټول څا واخله.

عثمان یې هم غوښتنه ومنله او د ۲۰ زره درهمو بدل کې یې څا ترې واخیسته، څا یې د خدای لپاره وقف کړ او مسلمانانو به اوبه ترې وړلې.

موده وروسته، یو صحابي راغی او عثمان بن عفان (رضي الله عنه) ته یې وړاندیز وکړ چې په دوه برابره بیه څا ورکړي، عثمان ورته وویل، لږ نور هم راښه شه، درې برابره پیسې یې ورته وویلې، ‌عثمان وویل لږ نور هم راښه شه.. خبره د څا د قېمت نهه برابره بیې ته ورسېده.

عثمان وویل نه یې خرڅوم، صحابي هم حیران شو او وویل تر ما پرته بل مشتري نه مونده شي، څوک به تر دې ډېرې پیسې درکړي؟ عثمان ورته وویل: الله!! د نېکۍ بدل کې یې لس برابره نیکۍ راکړې.

 عثمان (رضي الله عنه) دا کوهی مسلمانانو ته وقف کا او موده وروسته یې شاوخوا کې د خورما ونې شنې شوې.

عثماني دولت دا کوهی او ونې وساتلې او وپاللې او لویې شوې، بیا د سعودي حکومت راغی، همداسې یې واستلې او د خورما د ونو شمېر نژدې ۱۵۵۰ ته ورسېد.

اوس د سعودي د کرنې وزارت ددې ځای پالنه کوي، خورماوې یې بازارونو کې خرڅوي، نیمايي عاید یې پر یتیمانو او بې‌وزلو وېشي او نیمايي نور بیا په بانک کې د اوقافو وزارت اړوند د عثمان بن عفان په نامه اکونټ کې جمع کوي.

په دې سره دا پیسې په بانکي حساب کې ډېرېږي او د نبوي حرم څنګ ته پرې په مرکزي نقطه کې یوه ټوټه ځمکه اخیستل کېږي. هلته د یوه لوی هوټل د ودانۍ جوړولو چارې پرې پیلېږي.‌

اوس، د هوټل د ودانۍ جوړولو وروستي پړاو کې دي او د پنځو ستوریزو هوټلو اړوند شرکت ته په کرایه ورکول کېږي.

دا له خدای تعالی سره د سوداګرۍ هغه اوږده معامله ده چې له ۱۴۰۰ کلونو راهیسې روانه ده، نو ته وا ثواب به یې څومره وي؟!

رسول الله فرمایلي: “هر نبي (رفیق) ملګری لري او زما ملګری په جنت کې عثمان دی”.

مخکنۍ لیکنه
د ذهن او بدن لپاره د چغندرو پنځه ارزښتناکې ګټې
بله لیکنه
غم او خپګان د ابي زید البلخي له نظره

ځواب دلته پرېږدئ