هود په خپل قوم یې دعوت پیل کړ او وویل:
﴿هغه وویل: ای زما قومه! تاسو د الله عبادت کوئ، تاسو لپاره له هغه څه نه سوا (بل) هېڅ برحق معبود نشته﴾.
هود وویل: ((ای زما قومه! څنګه د ډبرې عبادت کوئ او د هغه چا عبادت نه کوئ چې تاسو یې پیدا کړي یئ))!؟.
ای زما قومه! دا ډبرې چې تاسو پرون توږلې دي څنګه یې نن عبادت کوئ، بېشکه الله تاسو پیدا کړي یئ او روزي درکوي، ستاسې په مالونو، اولادونو، کروندو او نسل کې یې برکت اچولی.
او تاسو یې له نوح نه وروسته خلیفهګان (ځایناستي) جوړ کړئ او تاسو ته یې په تخلیق کې زیات فراخوالی درکړ.
ددې نعمتونو حق دا و چې د الله تعالی عبادت وکړئ او د بل چا عبادت ونه کړئ.
دا سپی چې تاسو هډوکي ور اچوئ ستاسې له کوره نه لیرې کېږي او د سیوري په شان درسره مل وي.
ایا کوم سپی مو لیدلی چې خپل څښتن یې پرېښی وي او بل چا ته ولاړ شي؟
ایا کوم حیوان مو لیدلی چې د ډبرې عبادت کوي، یا مو کوم حیوان لیدلی چې بوت ته یې سجده کړې وي؟
ایا انسان تر حیوان ډېر ذلیل او ټیټسری دی او که له حیوان محترم دی؟
لیکوال: ابو الحسن علي الحسیني الندوي
ژباړن: هدایتالله همیم