اسمعیل یوځل تږی شو، مور یې غوښتل اوبه ورکړي خو اوبه چېرې وې؟‌ په مکه کې هې‍څ څا نه و،‌ نه هم پکې ویاله وه!

هاجر د اوبو په لټه کې له صفا نه مروا او له مروا نه صفا ته منډې وهلې.‌

الله ﷻ له هاجر او اسمعیل سره مرسته وکړه او دواړو ته یې اوبه پیدا کړې.

له ځمکې اوبه راووتلې او اسمعیل او هاجر ترې وڅښې او اوبه همداسې غوټېدونکې پاتې شوې چې زمزم څاه وګرځېد، الله ﷻ په زمزم اوبو کې برکت واچاوه او دا هغه څا دی چې په حج کې خلک اوبه ترې څښي او خپلو هېوادونو ته زمزم اوبه ترې راوړي.

ایا زمزم اوبه دې څښلې دي؟

لیکوال:‌ ابو الحسن علي الحسیني الندوي

ژباړن: هدایت‌الله همیم

بله کیسه (۱۴ – د ابراهیم خوب)