دوی هم ولاړل او مړه شول او اولادونو یې لیدل چې پلرونه دغو مجسمو ته ډېر درناوی کوي.

دوی یې لیدل چې مجسمې به یې ښکلولې، لاسونه به یې پرې وهل او دعاګانې به یې کولې.

دوی کتل چې پلرونه یې مجسمو ته سرونه ټیټوي، رکوع ورته کوي، زامنو هم د پلرونو لار ونیوه او سجدې یې ورته ولې.

هرڅه به یې ترې غوښتل او د هغوی په نامه به یې ذبحې کولې (مالونه حلالو).

په دې ډول دغه بوتان خدایان ګرځېدل او خلکو یې عبادت کاوه- کله څنګه یې چې مخکې د الله ﷻ عبادت کاوه.‌

دغه خدایان په دوی کې ډېر شول، دا (وَدّ) دی، دا (سُوَاع) دی، دا (یغُوث) دی او دا (یعُوق) او دا بل (نَسْر) دی.‌


لیکوال:‌ ابو الحسن علي الحسیني الندوي

ژباړن: هدایت‌الله همیم