کله چې نوح خپل قوم کې راپورته شو او وویل: ﴿بېشکه زه تاسو ته امانتګر رسول یم﴾، ځینې خلک جګ شول او وویل: دا کله پیغمبر شو؟

پرون زموږ له ډلې یو سړی و او نن وايي‌ چې زه تاسې ته د الله رسول یم!

د نوح ملګرو وویل: ده به ماشومتوب کې له موږ سره لوبې کولې، له موږ سره یې هره ورځ ناسته پاسته وه، وحې کله ورته راغله؟ د شپې که د ورځې!…

شمتنو او متکبرو خلکو وویل: ایا الله له ده پرته بل څوک ونه موند؟

ایا ټول خلک مړه شوي دي، ایا په قوم کې یې له بې‌وزله پرته بل څوک ونه موند؟‌

جاهلانو وویل: ﴿نه دی دا (نوح) مګر هم ستاسو په شان بشر﴾.

دوی وویل: ﴿او که الله غوښتلی (نو) مخامخا ملایک به یې نازل کړې وو، موږ خو دا خبره (چې روسل بني ادم وي) زموږ په پخوانیو لرونو کې نه ده اورېدلې﴾.

ځینو خلکو وویل چې نوح غواړي په دې طریقه مشرۍ او عزت ته ورسي.


لیکوال:‌ ابو الحسن علي الحسیني الندوي

ژباړن: هدایت‌الله همیم