الله ﷻ وغوښتل چې نوح خپل قوم ته ولېږي.
په قوم کې شتمن او مشران وو، خو الله ﷻد خپل رسالت لپاره نوح غوره کړ. له دوی یې بل هېڅوک غوه نه کړ.
الله ﷻ پوهېده چې څوک یې رسالت ولېږدوي او الله ﷻ پوه و چې امانت یې څوک ساتلی شي.
نوح یو نېک او سخي سړی و، هغه هوښیار او حلیم انسان و.
نوح یو مهربان نصیحت کوونکی و، دی ریښتینی او امین و. الله ﷻد خپل رسالت لپاره نوح غوره کړ او وحې یې ورته وکړه چې: ﴿ته خپل قوم ووېروه، مخکې له دې چې په دوی ډېر دردوونکی عذاب راشي﴾. (د نوح سورت لومړی ایت).
نوح خپل قوم کې راپورته شو او خلکو ته یې وویل: ﴿بېشکه زه تاسو ته امانتګر رسول یم﴾.
لیکوال: ابو الحسن علي الحسیني الندوي
ژباړن: هدایتالله همیم