د آزر یو ډېر هوښیار زوی و، ډېر زیات هوښیار.
چې نوم یې ابراهیم و.
ابراهیم به خلک لیدل چې بوتانو ته سجدې کوي.
او خلک به یې لیدل چې د بوتانو عبادت کوي.
ابراهیم پوهېده چې بوتان له تیږو جوړ دي.
په دې هم پوهېده چې بوتان نه خبرې کوي نه اوري.
دی پوه و چې بوتان نه زیان رسولی شي نه ګټه.
په دې هم خبر و چې پر بوت مچ کښېني، نه شي شړلی.
او لیدل یې چې موږک د بوتانو خواړه وخوري نه شي منع کولی. ابراهیم له ځان سره ویل: خلک ولې بوتانو ته سجده کوي؟ ابراهیم له ځانه دا هم پوښتل چې: خلک ولې له بوتانو سوال کوي؟
لیکوال: ابو الحسن علي الحسیني الندوي
ژباړن: هدایتالله همیم
بله کیسه (د ابراهیم نصیحت) ولولئ