ابراهیم پوه شو چې الله ﷻ یې رب دی.
ځکه الله ﷻ ژوندی دی نه مري.
او الله ﷻ باقي دی نه غایبېږي.
او الله ﷻ قوي دی هېڅ شی پرې نه غالبېږي.
او ابراهیم وپوهېد چې الله ﷻ د ستوري رب دی!
او الله ﷻ د سپوږمۍ رب دی!
او الله ﷻ د لمر رب دی!
او الله ﷻ د ټول عالَم رب دی!
الله ﷻ ابراهیم ته سمه لار وښوده او هغه یې نبي او خلیل وګرځاوه.
او الله ﷻ ابراهیم ته امر وکړ چې خپل قوم ته دعوت وکړي او د بوتانو له عبادت یې منع کړي.
لیکوال: ابو الحسن علي الحسیني الندوي
ژباړن: هدایتالله همیم
بله کیسه (۹ – د ابراهیم دعوت)
ابراهیم علیه السلام پیغمبر د نبیانو/پیغمبرانو کیسې زما رب څوک دی؟ کیسه نبي