الله ﷻ وغوښتل چې دوی ته له دوی نه یو پیغمبر ولېږي، چې د دوی په ژبه وغږېږي او نصیحت ورته وکړي.

الله ﷻله یوه یوه سره خبرې نه کولې، هر یوه ته مخاطب نه و چې ورته ووايي دا وکړه او دا وکړه.‌

پاچاهان هر یوه سړي ته نه ورځي چې ورته ووايي دا کار وکړه دا کار وکړه.‌

پاچاهان هم انسانان دي، هرڅوک یې لیدلی او خبرې یې اورېدلی شي، خو هېڅوک الله ﷻنه شي لیدلی او خبرې یې نه شي اورېدلی او نه هم ورسره غږېدلی شي، مګر هغه څوک چې الله ﷻ وغواړي.‌

الله ﷻ وغوښتل چې خلکو ته یو استازی واستوي او نصیحت ورته وکړي.


لیکوال:‌ ابو الحسن علي الحسیني الندوي

ژباړن: هدایت‌الله همیم