ابراهیم ولاړ او بیا راستون شو او غوښتل یې د الله ﷻ کور ودان کړي، هلته کورونه ډېر وو خو داسې کور نه و چې د الله ﷻ عبادت پکې وشي.
اسمعیل غوښتل له خپل پلار سره د الله ﷻ کور جوړ کړي.
ابراهیم او اسمعیل له غره نه ډبرې راوړلې.
ابراهیم پخپل لاس کعبه جوړوله او اسمعیل پخپل لاس.
ابراهیم د الله ﷻ ذِکر کاوه او هغه ته یې دعوت کاوه،
اسمعیل هم الله ﷻ یاداواه او هغه ته یې دعوت کاوه:
“از زموږ ربه! زموږ نه (دا عمل) قبول کړه، ته چې یې، خاص ته، ښه اورېدونکی، ښه عالِم یې”.
او الله ﷻ د ابراهیم او اسمعیل دا کار قبول کړ او کعبه یې مبارکه وګرځوله.
موږ په هر لمانځه کې کعبې ته مخامخ درېږو.
او مسلمانان د حج په ورځو کې کعبې ته سفر کوي.
ولولئ:د عثمان بن عفان (رضي الله عنه) بانکي اکونټ!د کعبې طواف کوي او نژدې ورته لمنځونه کوي.
الله ﷻ کعبه کې برکت واچاوه او د ابراهیم او اسمعیل دا کار یې قبول کړ.
ولولئ:بندي وزیردرود او سلامتیا دې وي پر ابراهیم.
درود او سلامتیا دې وي پر اسمعیل.
درود او سلامتیا دې وي پر محمد ﷺ.
لیکوال: ابو الحسن علي الحسیني الندوي
ژباړن: هدایتالله همیم
بله کیسه (۱۶ – بیت المقدس)

ښه یاست