پنسلپاک قلم ته وویل: ملګریه څنګه یې؟
پنسل په غوسه ځواب ورکا: زه ستا ملګری نه یم، له تا کرکه لرم،
پنسلپاک په حیرانتیا او خپګان وویل: ولې؟
پنسل: ځکه زه چې څه لیکم ته یې ړنګوې،
پنسلپاک: زه یوازې تېروتنې او غلطۍ ړنګوم،
پنسل: دې کې ستا څه کار دی!
پنسلپاک: زه پنسلپاک یم او همدا زما کار دی،
پنسل: دې ته کار نه وايي،
پنسلپاک: زما کار ستا د کار په شان ګټور دی،
پنسل: ته تېروتی او مغرور یې؛ ځکه چې لیکونکی تر ړنګوونکي غوره دی،
پنسلپاک: د تېروتنې ړنګول له سمې لیکنې سره مساوي دي،
پنسل یوه شېبه چوپ شو بیا یې په خپګان وویل: خو وینم دې چې ورځ تر بلې کوچنی کېږې،
پنسلپاک: دا ځکه چې په هر ځل تېروتنې ړنګولو سره زه خپل ځان قرباني کوم،
پنسل په غورېږنده غږ وویل: داسې انګېرم چې زه هم تر پخوا کوچنی شوی یم،
پنسلپاک د دلاسا کولو په نیت ورته وویل: نورو ته تر هغه ګټه نشو رسولی، چې قرباني مو نه وي ورکړې،
بیا پنسلپاک پنسل په مینهناک نظر وکتل او ورته کا دې: لا هم کرکه رانه لرې؟
پنسل موسکی شو او وویل: دا چې دواړه قرباني ورکوو، ولې به کرکه درنه کوم
“هره ورځ چې راویښېږئ، د عمر یوه ورځ مو کمېږي”،
که د نورو د خوښۍ او نېکبختۍ لپاره لیکونکی قلم/پنسل کېدلی نه شې، نو یو مهربانه پنسل پاک خو شه چې د دوی غمونه ړنګ کړې او په زړونو کې یې هیلې او هوساینې راولې.