دیني کیسې

د نوح بېړۍ (۸ د الله ﷻ قهر)

پر خلکو د الله ﷻ قهر ډېر سخت دی، نو ولې الله ﷻ  پر خلکو غوسه کېږي؟

ایا د همدې کار لپاره یې پیدا کړي دي، ددې لپاره روزي ورکوي؟

د الله ﷻ پر ځمکه ګرځي او له الله ﷻ نه منکرېږي؟

د الله ﷻ روزي خوري او له هغه سره شریک نیسي؟‌

بېشکه دا یو لوی ظلم دی! رښتیا دا یو لوی ظلم دی!

الله ﷻ پر خلکو غوسه شو، پر دوی یې باران ودراوه او تنګي یې پرې راوسته. کرنه کمه شوه او نسل کم شو.

خو خلک هوښیار نه شول او توبه یې ونه ایستله.


لیکوال:‌ ابو الحسن علي الحسیني الندوي

ژباړن: هدایت‌الله همیم

مخکنۍ لیکنه
د نوح بېړۍ (۷ له مجسمې تر بوتانو پورې)
بله لیکنه
د نوح بېړۍ (۹ استازی ‘رسول’)

ځواب دلته پرېږدئ