یوسف وویل: ﴿دا (تعبیر) له هغه علم څخه دی چې زما رب ما ته ښودلی دی﴾.

خو الله ﷻ هرچا ته خپل حکمت نه ورکي.

بېشکه الله ﷻ مشرک ته علم نه ورکوي.

ایا پوهېږئ ولې زما رب ما ته علم راکړی؟‌

ځکه چې د مشرکینو لار مې پرېښوده.

﴾او ما د خپلو پلرونو د ملت پیروي کړې ده چې ابراهیم او اسحق او یعقوب دی﴾.

﴿زموږ لپاره له سره جایز نه دي چې له الله سره څه شی شریک کړو﴾.

یوسف وویل:

او دا توحید یوازې زموږ لپاره ه دی.

۱۱ – د توحید نصیحت

﴿دا د الله له فضله دي چې پر موږ او په (نور) خلکو او لېکن زیاتره خلک شکر نه وباسي﴾

دلته یوسف تم شو او دواړه یې وپوښتل:

ایا وایاست چې د وچې او سمندر رب او د روزۍ رب او باران رب.

او موږ وايي الله ﷻ د ټولو عالمونو رب دی.‌

 ﴿ایا ګڼ او متفرق خدایان غوره دي یا که هغه الله چې یو دی، ‌ډېر قوي او غالب دی﴾.

د ومچې او سمندر خدای چېر دی، د روزۍ او باران خدای چېرې دی؟

﴿تاسو ما ته وښیئ دوی په ځمکه کې څه پیدا کړي دي؟ یا دوی لره په (پیدا کولو د) اسمانونو کې څه شراکت شته؟﴾

ځمکې او اسمان ته وګورئ او انسان ته وګورئ.

﴿دغه د الله مخلوق دی، نو تاسو (ای مشرکانو!) ما ته وښيئ څه شی دی هغه چې دغو (بتانو) پیدا کړی دی﴾.

او د وچې او سمندر خدای او د روزۍ او باران خدای څنګه دی؟‌

﴿دداسې نومونو چې تاسو او ستاسو پلرونو اېښي (او نومولي) دي﴾.

هر څه خدای لره دي. د هر څه مالک الله دی. ځکه د خدای ده. هر کار د خدای په لاس کې دی.‌

﴿تاسو یوازې د هغه عبادت کوئ﴾.

﴿همدا سم دین دی﴾.

﴿او لېکن زیاتره خلک نه پوهېږي﴾.


لیکوال:‌ ابو الحسن علي الحسیني الندوي

ژباړن: هدایت‌الله همیم