۱۰ – د یوسف حِکمت
یوې اړتیا دا کسان ما ته راوستي دي.
او اړمن نرم او متواضع وي.
او اړمن مطیع وي او اوري.
که دوی ته یوڅه وویل دوی یې اوري او نور بندیان یې هم اوري، خو یوسف بیړه ونه کړه.
بلکې دوی دواړه ته یې وویل:
مخکې له دې چې ستاسې خواړه راشيو زه ستاسې د خوبونو تعبیر درته وایم.
دواړه کېناستل او ډاډه شول.
یوسف ورته وویل:
زه د خوب په تعبیر پوهېږم، ﴿دا تعبیر له هغه علم څخه دی چې زما رب ما ته ښودلی دی﴾.
دواړه خوشاله او مطمئن شول.
دلته یوسف فرصت وموند او خپل نصیحت یې پیل کړ.
لیکوال: ابو الحسن علي الحسیني الندوي
ژباړن: هدایتالله همیم