وروڼه له بېلو دروازو ورننوتل لکه څنګه یې چې پلار سپارښتنه ورته کړې وه تر هغه چې یوسف ته ورسېدل.
کله چې یوسف بنیامین ولید ډېر زیات خوشاله شو او په خپل کور کې یې مېشت کړ.
یوسف بنیامین ته وویل: ﴿بېشکه چې زه ستا ورور یم﴾ او بنیامین ډاډه شو. یوسف بنیامین له ډېرې اوږدې مودې وروسته ولید، خپله مور او پلار یې یاد کړل او خپل کور یې یاد کړ او خپل ماشومتوب یې یاد کړ.
یوسف غوښتل له بنیامین سره پاتې شي او هره ورځ یې وویني، ورسره وغږېږي او د هغه د کور په اړه ترې وپوښتي.
خو ملاقات یې لنډ و او بنیامین سبا ته کنعان ته ستنېږي؟
او وروڼو یې له خدای سره ژمنه کړې وه چې هغه به بېرته ورسره ستنوي؟.
یوسف ته څنګه ممکنه وه چې له کوم سبب پرته بنیامین له ځان سره وساتي؟
خلک به وايي: عزیز له کوم دلیل پرته یو کنعانی له ځان سره ساتلی، دا یو لوی ظلم دی.
خو یوسف ذکي او هوښیار و.
یوسف یو ارزښتناک لوښی درلود چې په هغه کې به یې څښل کول.
دا لوښی یې د بنیامین په بار کې کېښود او بیا جارچي نارې کړې چې تاسو خامخا غله یئ.
وروڼو یو او بل ته وکتل او وویل: تاسو څه ورک کړي؟
وویل: موږ د پاچا پېمانه ورکه کړې ده او د هغه چا لپاره چې دغه راوړي، د یو اوښ بار دی.
﴿هغوی وویل: قسم په الله، یقیناً تاسو پوه شوي یئ چې موږ ددې لپاره نه یو راغلي چې په دې ځمکه کې فساد وکړو او موږ خو غله نه یو﴾.
﴿هغوی وویل: نو د هغه جزا به څه وي که تاسو غله وئ﴾؟
﴿دوی وویل: د هغه جزا هغه کس دی د چا په بار کې چې دغه وموندل شي، نو هم دغه کس د هغه جزا دی، همدارنګه موږ ظالمانو ته جزا ورکوو﴾.
پېمانه د بنیامین له باره راووتله، وروڼه شرمنده شول، خو له خجالت پرته یې وویل
که (بنامین) غله کړې وي، نو یقیناً له ده مخکې دده ورور (یوسف) هم غلا کړې وه. یوسف چې دا تور واورېد چوپ شو، په غوسه نه شو او دی یو سخي او حوصله ناک سړی و.
﴿دوی وویل: ای عزیزه! بېشکه دده ډېر زوړ عمر خوړلی پلار دی، نو ته دده پر ځای پر موږ کې یو تن ونیسه، بېشکه موږ له تا احسان کوونکو ځینې وینو﴾.
﴿هغه وویل:د الله پناه غواړو (له دې خبرې نه) چې موږ (بل څوک) ونیسو غیر له هغه کس نه چې موږ له هغه سره خپل سامان موندلی دی﴾.
په دې ډول بنیامین له یوسف سره پاتې شول او ټول وروڼه خوشاله شول.
یوسف له ډېرې مودې راهیسې یوازې و او د خپلې کورنۍ هېڅوک یې نه و لیدلی.
همدا وو چې الله تعالی بنیامین پرې و لید، نو ته وا له ځان سره به یې نه ایساراوه او خبرې به یې نه ورسره کولې؟ او ایا دا نو ظلم دی چې یو ورور دې له خپل ورور سره واوسیږي؟
هېڅکله نه، هېڅکله نه!
لیکوال: ابو الحسن علي الحسیني الندوي
ژباړن: هدایتالله همیم