وروڼه هک پک شول چې په کوم مخ به خپل پلار ته ورستنېږي؟!

وروڼو فکر وکړ چې خپل پلار ته به څه وايي؟!.

دوی پرون خپل پلار په یوسف وکړاوه، ایا نن یې هم په بنیامین وځوروي!

د دوی لوی/مشر انکار وکړ چې یعقوب ته نه به ورستنېږي، وروڼو ته یې وویل:

﴿تاسو خپل پلار ته بېرته لاړ شئ، نو (ورته) ووایئ، ای زموږ پلاره! بېشکه ستا زوی غلا کړې ده او موږ ګواهي نه ده کړې مګر په هغه څه چې موږ پرې پوه شوي یو- او موږ د پټ کار ساتونکي نه وو﴾.

کله چې یعقوب دا کیسه واورېده پوه شو چې په دې کار کې د الله تعالی حکمت دی.‌

او الله تعالی یې ازمويي.

پرون په یوسف وکړېد او نن په بنیامین ځورېږي، الله تعالی دوه مصیبتونه نه پرې ورولي، بېشکه الله یې په دوو زامنو نه کړوي.

بېشکه الله به هغسې غم نه ورکوي لکه په یوسف یې چې لیدلی و.

په دې کار کې د الله تعالی پټ حکمت دی.

 بېشکه الله خپل بندګان ازمويي، بیا یې خوشالوي او خپل کرم ورباندې کوي.

بیا مشر زوی په مصر کې پاتې شو او کنعان ته له ستنېدو منکر شو.

ایا په درېیم زوی به هم یعقوب وکړېږي لکه څنګه چې مخکې په دوو زامنو ځورېدلی و؟

داسې نه شي کېدلی.

دلته یعقوب ډاډه شو او وویل:

﴿ امید دی چې الله به ما ته هغوی ټول راولي، بېشکه هغه، هم هغه ښه پوه، ښه حکمت والا دی﴾.


لیکوال:‌ ابو الحسن علي الحسیني الندوي

ژباړن: هدایت‌الله همیم